پاکستان کې د ولسمشرۍ مقام ته کاندید محمود خان اڅکزي د دې هېواد ټاکنو کمېسیون څخه په یوه لیک کې غوښتنه کړې، چې د ولسمشرۍ ټاکنې باید وځنډول شي. په پام کې ده، چې دا ټاکنې نن تر سره شي. محمود خان اڅکزی د سني اتحاد شورا له لوري ولسمشرۍ مقام ته کاندید دی، چې د عمران خان تحریک انصاف ګوند ملاتړ لرونکي پارلمان غړي یې هم ملګري دي. د پاکستان ټاکنو کمېسیون مشر سکندر سلطان راجا ته د محمود خان اڅکزي په استول شوي لیک کې راغلي چې په فدرالي او صوبايي اسمبلیو کې د ښځو او لږکیو لپاره ځانګړې څوکۍ تر اوسه تشې پاتې دي او که له ټاکلي مهالوېش سره سم د ولسمشرۍ ټاکنې ترسره شي، دا به د دې ځانګړو څوکیو لپاره د بریالي شویو نوماندانو د قانوني حقونو تر پښو لاندې کولو مانا ولري.