د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف تېر ماښام خپله نوې کابینه اعلان کړه. د بهرنیو چارو وزارت لپاره اسحاق ډار، د کورنیو چارو لپاره محسن رضا نقوي، د دفاع وزارت ته خواجه محمد اصف او د مالیې وزارت لپاره یې محمد اورنگزیب ګومارلي دي. د شهباز شریف د صدراعظمۍ په دویمه دوره کې د وزیرانو په نوملړ کې ۱۶ تنه یې د مسلم لیګ، یو تن د پاکستان د استحکام ګوند او یو تن هم د متحده قومي غورځنګ غړي دي. د وزیرانو په نوي نوملړ کې د هیڅ یوې ښځې نوم نه لیدل کېږي. همدارنګه د خلکو یا پیپل ګوند غړي هماغسې یې چې پخوا ویلي و، په کابینه کې نه دي شامل شوي. د مسلم لیګ یوه وتلې څېره اسحاق ډار، دا ځل د بهرنیو چارو وزارت ته نومول شوی.