ټيک ټاک په امريکا کې د خپل فعاليت د ممنوعيت په سبب ددغه هېواد يوې محکمې ته د ټرمپ پرضد شکايت کوي.
د ټيک ټاک مالک چيني شرکت د ټرمپ له دولت څخه د شکايت په اعلانولو سره ټينګار کړی چې د امريکا له بازار څخه ددغه شرکت د ايستلو لپاره د امريکا اقدام يوازې د چين ضد منفي تبليغاتو او شايعاتو د پراخولو په موخه دی.
د رشيه ټوډې د خبر له مخې، په داسې حال کې چې ټويټر امريکايي شرکت په دغه هېواد کې د ټيک ټاک TikTok چيني شرکت شتمنيو ترلاسه کولو لپاره سيالۍ ته را وړاندې شوی، ددغه شرکت چيني مالک د ټرمپ له دولت څخه د شکايت په لټه کې دی او ادعا کوي چې د امريکا له بازار څخه د ټيک ټاک شړل يوازې د چين پرضد منفي تبليغاتو او شايعاتو د پراخېدو په موخه دی.
د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره اوونۍ يو اجرايي حکم صادر کړ چې له مخې يې د ټيک ټاک مالک، يعنې بايټ ډنس ۴۵ ورځې وخت لري چې په امريکا کې د يادې ټولنيزې شبکې امکانات او تجهيزات تسليم کړي.
د بېجينګ چارواکو هم د ټرمپ ددې ادعا په ردولو سره ټينګار کړی چې د امريکا د ملي امنيت په اړه اندېښنې يوازې پر مجازۍ فضا د واشنګټن د تسلط زياتېدو لپاره له دښمنۍ ډګه پلمه ده.
د بايټ ډنس شرکت يوه مقام (NPR) ته ويلي چې د ټيک ټاک پرضد د ټرمپ اجرايي حکم د امريکا له اساسي قانون سره په ټکر کې دی او ټيک ټاک به دغه حکم وننګوي.
نوموړي زياته کړې چې ټاکل شوې دغه چيني شرکت به سبا ( د اګست ۱۱مه) د کاليفرنيا په سويلي سيمه کې د امريکا په يوه محکمې څخه دې موضوع ته د رسيدګۍ غوښتنه وکړي.
په عين حال کې ځينو سرچينو د رويټرز له قوله ويلي چې ټويټر هم دويم امريکايي ټکنالوژيکي شرکت دی چې غواړي د ټيک ټاک شتمنۍ ترلاسه کړي.
خو معلومه نه ده چې دغه شرکت به وکولای شي چې له مايکرو سافټ څخه چې ويل کېږي د ټيک ټاک د پېرلو ادعا لري، د سيالۍ توان ولري.