د کډوالو نړیوال سازمان په تازه خپرو کړو معلوماتو کې ویلي دي چې د روان میلادي کاله له جنورۍ تر دې دمه په اووه نیمو میاشتو کې ۴۲۹۶۳۲ کسه له ایران افغانستان ته راستانه شوي دي. د کډوالو نړیوال سازمان وایي چې دغه کډوال د نیمروز او اسلام کلا بندر له لارې هېواد ته راستانه شوي او دوی ورسره په بېلو برخو کې بشري مرستې کړې دي. سره له دې دغه اداره دا هم وایي چې په وروستیو اونیو کې له ایران افغانستان ته د کډوالو په راګرځېدو کې ۲۹ سلنه کموالی راغلی دی. یادې ادارې زیاته کړې چې په تېرو اووه نیمو میاشتو کې له پاکستان هم ۱۹۶۳ کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي.