مالیې وزارت وایي چې روان مالي کال د زمري میاشتې تر ۲۰ نیټې پورې کورني عواید ۹۹ میلیارد افغانیو ته رسېږي. د یاد وزارت له لوري خپرې شوې خبرپاڼه کې دغه راز راغلي چې د روان کال د اسد میاشتې په لومړیو ۱۳ ورځو کې یې ۵ میلیارد افغانۍ کورني عواید را ټول کړي دي. د خبرپاڼې له مخې، د زمري میاشتې له ۳مې تر ۱۶مې نیټې پورې د راټول شویو ۵ میلیارد افغانیو له ډلې، ۱۳۳ میلیونه یې له مستوفیتونو، ۱ میلیارد او ۳۰۸ میلیونه له مالیاتي عوایدو، ۱ میلیارد او ۴۳۸ میلیونه افغانۍ له غیر مالیاتي عوایدو او ۲ میلیارد او ۱۲۳ میلیونه هغه یې له ګمرکونو راټولې شوې دي. د یادونې ده چې د کرونا وبا له امله د هېواد اقتصادي وضعیت سخت اغېزمن شوی او حکومت اعلان کړی دی چې کرونا په افغانستان کې د فقر کچه له ۵۵ څخه ۹۲ سلنې ته لوړه کړې ده.