ایران وایي د روغتیايي مرستو یوه بسته یې په مزار شریف ښار کې افغان چارواکو ته سپارلې ده. د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې ایران له کرونا سره د مبارزې په برخه کې د روغتیايي توکو مرسته کړې ده. د ایراني چارواکو په خبره د مرستو دغه بسته یې په مزار شریف ښار کې افغان چارواکو ته سپارلې ده. په مزار شریف ښار کې د ایران قونسل سید حسین یحیوي رسنیو ته ویلي چې په دې بسته کې ۶۰ زره ماسکونه او له کرونا سره د مبارزې د برخې ډاکټرانو ته ۱۱۰۰ ځانګړې جامې شاملې دي. ایراني لوري ویلي چې په راتلونکې کې به هم خپلو ورته مرستو ته ادامه ورکوي او غواړي د دې نړیوالې وبا د کنټرول په برخه کې د افغان ولس لاسنیوی وکړي.