د تحریک انصاف ګوند خبر ورکړی چې د پاکستان پخوانی لومړی وزیر عمران خان به د اپریل په میاشت کې له بنده خوشې شي. خان د ۱۴۰۲ کال تلې میاشت کې ونیول شو او اوس د راولپنډۍ په اډیاله زندان کې بندي دی. نوموړی په څو قضیو کې تورن شوی او په ۳۰ کاله بند محکوم شوی. د پاکستان جيو نيوز نن د تحريک انصاف ګوند د اوسني مشر لطيف کهوسه په حواله راپور ورکړی چې عمران خان ښايي په روانه مياشت کې له زندانه خوشې شي. په دې وروستیو کې د تحریک انصاف ګوند د مشر ګوهر علي خان په ګډون د دغه ګوند یو شمېر مشرانو د عمران خان د ژر خوشې کېدو په اړه ورته ادعاوې کړې دي.