د افغانستان د رېل پټلۍ خپلواکې ادارې عمومي رییس او د ټولګټو وزارت سرپرست یما شمس وایي چې د هرات- خواف رېل پټلۍ رغنیزې چارې ۹۵ سلنه پر مخ تللې دي او ډېر ژر به ګټه اخیستنې ته وسپارل شي. د خواف-هرات ریل پټلۍ دریمه برخه ٦۲ کیلومتره اوږدوالی لري چې د شمتیغ له سرحدي سیمې څخه د هرات د غوریان ولسوالۍ روزنک کلي ته غځیدلې ده. د خواف – هرات رېل پټلۍ لویه پروژه د ۲۲۰ کیلومتره په اوږدوالي په څلورو برخو کې جوړيږي، چې له ډلې یې دوه برخې د ۷٦ کیلومتره په اوږدوالي د ایران په خاوره کې جوړې شوې او ګټې اخيستنې ته چمتو دي. د دې ریل پټلۍ په پرانستلو سره به د هېواد لویدیځ د ریل پټلۍ له لارې د ایران سمندري بندرونو او دغه راز د ترکیې له ریلوې شبکې سره وصل شي.