د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره وایي په وروستیو دوو اونیو کې د اوسپنې پټلۍ له لارو افغانستان ته ۱۳۵ زره ټنه سوداګریز توکي وارد شوي دي. د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې په تازه خپرو کړو معلوماتو کې ویلي چې له دغه مهمې ترانزیتي لارې هېواد ته صادرات ډېر شوي دي. د سرچینې په خبره په تېرو دوو اونیو کې د حیرتان، آقینې او تورغنډۍ د بندرونو له لارې ۱۳۵ زره ټنه سوداګریز توکي د اوسپنې پټلۍ په مرسته وارد شوي دي. د سرچینې په خبره دغه توکي په ۲۳۶۱ واګونو هېواد ته رالېږدول شوي دي. په دې کې لویه برخه یې خوراکي توکي دي او همدا راز ودانیز او نفتي توکي هم پکې شامل دي. یادې ادارې ویلي دوی هڅه کوي چې د افغانستان له ګاونډیو هېوادونو سره د اوسپنې پټلۍ په مرسته سوداګري وغوړوي ځکه له یوې خوا چټکه ده او له بلې خوا ارزانه او ډاډمنه تمامېږي.