د راپورونو له مخې د نیمروز ولایت مرستیال والي د ایران بلوچستان ته تللی و او هلته ددواړو هېوادونو چارواکو په سوداګرۍ او ترانزیت کې پر شته ستونزو خبرې کړې دي. ایراني رسنۍ وایي په دې لیدنه کې توافق شوی دی چې په بندرونو کې به ستونزې ختمېږي او ددواړو هېوادونو ددغه ولایتونو ترمنځ به په ترانزیت او ګمرکي مسایلو کې اسانتیا راځي. په نیمروز کې د ایران او افغانستان په ګډ بندر کې له څه باندې شلو ورځو راهیسې ستونزې را ولاړې شوې وې چې له امله یې دواړو لورو ته سلګونه بار وړونکي موټر ولاړ وو. دا مسئله څو ځله د لاریونونو سبب هم شوه. اوس دواړو لورو ژمنه کړې چې ستونزې به حل کوي او سوداګرۍ کې به اسانتیا راولي.