کانونو او پټرولیم وزارت وایي چې د جوزجان ولایت په یتیم تاق سیمه کې د طبیعي ګازو د ۳۶ نمبر څاه کیندنې کارونه بشپړ شوي او د استخراج لپاره چمتو ده. د یاد وزارت په خبره، دا د کانونو او پټرولیم وزارت تر مدیریت لاندې د ګازو د څاه دویمه کیندنه ده، چې نږدې ۴۰ کاله وروسته په هېواد کې په بریالیتوب سره ترسره کېږي. یاد وزارت وایي، وړاندې تر دې د روان کال په پیل کې، په همدې سیمه کې د طبیعي ګازو د یوې څاه کارونه په بریالیتوب سره بشپړ او ګټه اخیستنې ته وسپارل شوه. کانونو وزارت زیاته کړې چې ددې دوه څاګانو د طبیعي ګازو له استخراج سره به په ۲۴ ساعتونو کې د افغان ګاز تولیدي ظرفیت شاوخوا ۳۰۰ زره متر مکعب ته لوړ شي.