ایران وایي چابهار بندر د افغان پانګه والو د پانګونې لپاره غوره بستر دی. د چابهار عملیاتي مدیر عبدالرحیم کوردي له افغان اقتصادي او سیاسي پلاوي سره د لیدنې پر مهال ویلي دي چې دوی به افغان پانګه والو ته په چابهار کې د پانګونې غوره فرصتونه برابر کړو. دده په خبره دمګړی چابهار د ټولو بهرنیو پانګونو او په تېره د افغان پانګه والو د پانګونې لپاره غوره بستر دی. د ایراني چارواکو په وینا دوی ډېره هڅه کوي چې دغه بندر په سیمه کې په یوه غوره رقابتي بندر بدل کړي او په دې توګه په سیمه کې له دې لارې سوداګري لا وغوړوي. ایران وایي تر دې دمه ۲۰۰ ثبت شوي افغان شرکتونه په چابهار کې فعالیت لري او تمه ده چې دا شمېره نوره هم لوړه کړل شي.