د ایران د سوداګرۍ خونې رییس په وروستیو څو میاشتو کې افغانستان ته د ایران د صاداراتو ډېروالي ته په اشارې ویلي چې تمه ده سږکال به افغانستان ته د دغه هېواد د صادراتو کچه درې میلیارده ډالرو ته ورسېږي. حسین سلیمي په تازه څرګندونو کې ویلي، افغانستان ته د سوداګرۍ برخه کې هیڅ ستونزه نشته او اوسمهال له میلک او دوغارون بندرونو څخه صادرات په عادي ډول روان دي. هغه زیاته کړې وړاندې تر دې په میلک بندر کې ځینې ستونزې وې خو اوس حل شوې دي. نوموړي ویلي، د روان کال په لومړیو دوو میاشتو کې د کرونا وبا پراختیا مخنیوي په موخه بندیزونو له امله د صادراتو کچه کمه شوې وه خو په وروستیو څو میاشتو کې یې صادرات د پراختیا په حال کې دي او یوازې په دوو میاشتو کې یې د بندیزونو دورې کمښت جبران کړی دی.