روغتیا وزارت وایي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په بیلابیلو ولایتونو کې د کرونا وبا ۵۹ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې دي، له دې سره پر یادې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۳۷ زره او ۹۵۳ ته رسېدلی دی. د یاد وزارت په خبره، په همدې موده کې پر کرونا اخته کوم کس مړ شوی نه دی او له دې وبا د مړه شویو شمېر هماغه ١٣٨٥ دی. د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، تر اوسه په هېواد کې له کرونا ویروس نه د بېرته روغ شویو کسانو شمېر ۲۷ زره او ۹۹۰ ته لوړ شوی دی.
































