د عامې روغتیا وزیر نورجلال جلالي د روغتیا پنځه کلنې عمومي ستراتېژۍ د معرفۍ په غونډه کې وویل، د دې ستراتېژۍ په پلي کېدو سره به د هېواد په روغتیايي سکټور کې مثبت بدلونونه رامنځته شي. جلالي زیاته کړه، د یاد پلان له مخې به ټولو افغانانو ته په ښارونو او لرو پرتو سیمو کې معیاري، باکیفیته او د لاسرسي وړ وقایوي، تشخیصي او درملیز خدمات وړاندې شي. هغه ټینګار وکړ، چې د دغې ستراتېژۍ له مخې به پر نورو هېوادونو تکیه راکمه او کاري فرصتونه به رامنځته شي. د عامې روغتیا وزیر ټینګار وکړ، چې د دغې ستراتېژۍ په پلي کېدو سره به د روغتیايي خدمتونو د پراختیا ترڅنګ نوي کاري فرصتونه هم رامنځته شي.













