مصر، قطر او ترکیې د اګست په ۳مې نېټې په يوې ګډې اعلاميې کې پر غزې د اسراییلو د دوامدار تیري سخته غندنه کړې ده.
يادو هېوادونو په ټينګار ويلي، چې اسراییل باید د نړیوالو قوانینو له مخې خپلې دندې پلې او د غزې د اوربند تړون له مخې خپلې ژمنې پوره کړي.
دوی ويلي، اسرائيل پر غزې دوامدار تیری او له اوربند څخه سرغړونه کوي او دغسې کړنې به یې د اوربند د دوهم پړاو پلي کول ستونزمن کړي او د تاوتریخوالي د کمولو پروسه به له خنډونو سره مخ کړي.
مصر، قطر او ترکیې له نړيوالي ټولنې هم غوښتي، چې په غزه کې د ملکي وګړو، طبي تاسیساتو او بشري کارکوونکو امنیت وساتي او غزې ته د بشري مرستو او طبي توکو د بې خنډه لېږد تضمين وکړي.













