افغان حکومت وایي بهرنیو پانګه والو او سوداګرو ته د وېزو د ورکړې اسانتیا برابروي. د افغان حکومت د مرکزي ویاند مرستیال په یوه ټوېټ پيغام کې ویلي چې د رییس الوزرا د مرستیال تر مشرۍ لاندې په اقتصادي غونډه کې پرېکړه شوې چې د بهرنیو پانګه والو د جذب لپاره هڅې ډېرې شي. په دې غونډه کې پرېکړه شوې چې د بهرنیو پانګه والو د اسانتیا لپاره به د کابل په هوایي ډګر کې د بېړنۍ وېزې د ورکړې څانګه پرانیستل کېږي او لا ډېرې اسانتیاوې به راځي. افغان حکومت یو ځل بیا پر بهرنیو پانګه والو غږ کړی چې افغانستان کې پانګونه وکړي او دوی ورسره د بشپړې همکارۍ ژمنه کوي.













