د زابل ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند ذبیحالله جوهر ویلي، چې د دغه ولایت په مرکز کلات ښار کې د یوه مسافر وړونکي بس د چپه کېدو له امله ۱۶ کسان ټپیان شوي دي. د نوموړي په وینا، په ټپیانو کې درې ښځې او دوه ماشومان هم شامل دي. هغه زیاته کړې، چې پېښه د دوشنبې په ماښام د کلات ښار ته نږدې د پل سنګي په سیمه کې رامنځته شوې ده.













