د کډوالۍ نړیوال سازمان (ای او ایم) خبر ورکړی چې د هرات ولایت د کشک رباطسنګي ولسوالۍ کې د سېلابونو پر وړاندې د محافظتي دېوال د رغولو چارې د «کار په بدل کې د پیسو» پروګرام له لارې پیل شوې دي. د یاد بنسټ په وینا، دا پروژه د جرمني د پراختیايي بانک په ملاتړ پلې کېږي او موخه یې په سیمه کې د سېلابونو له امله د رامنځته کېدونکو ګواښونو کمول دي. ای او ایم ویلي، دا پروژه د سیمې اوسېدونکو ته زمینه برابروي چې د رغنیزو چارو په پلي کېدو کې برخه واخلي او د کار په بدل کې مزدوري ترلاسه کړي. دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو میاشتو کې د افغانستان په ګڼو ولایتونو کې سېلابونو د ځاني زیانونو ترڅنګ پراخ مالي زیانونه هم اړولي دي.













