چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

د شانګهای د همکارۍ سازمان د نوي نړيوال نظام د جوړولو لپاره د هيلو سرچينه ده

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جولای 4, 2024
in نړیوال خبرونه
0
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

تنوع او تفاوتونه د نړيوال سياست وجودي توکي دي او له تنوعاتو سره د برخورد څرنګوالی په نړيوال سياست کې هميشنۍ ستونزه ده. د شانګهای د همکاريو سازمان تر سړې جګړې وروسته په دوامداره توګه د دې ستونزې د هواري لارې چارې وړاندې کوي.

د شانګهای د همکارۍ سازمان د شانګهای له روحیې چې له «متقابل باور، متقابلو ګټو، برابرۍ، مشورو، د تمدنونو تنوع ته له درناوي» څخه عبارت ده ملاتړ کوي. د درېيمګرو نه په نښه کول د دغه سازمان مشارکتي ماهيت څرګندوي او د سړې جګړې پر مهال د ناټو سازمان په څېر چې د متحدو ايالتونو تر اغېزې لاندې دی  له تقابلي ماهيت سره بشپړ ټکر لري. دغه سازمان د څو اړخيزو اړيکو داسې ډول رامنځته کړی چې د سړې جګړې له ذهنيته ډير لرې دی.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

په اوکراين کې د روان کړکېچ او د فلسطين او اسرائيلو د مناقشې په لړ کې د شانګهای د همکاريو سازمان د مفهوم جذابيت لا ډير شوی او د داسې لارو چارو او مسيرونو موندلو ته یې لاره هواره کړې چې د سړې جګړې د تېروتنو د بيا تکرار مخنيوی کوی.

په دې کې شک نشته چې د شانګهای د همکارۍ سازمان د نړيوالو سازمانونو يو جلا ډول او د سړې جګړې د مهال له نړيوالو سازمانونو سره ډير توپير لري. دغه سازمان، لکه څرنګه چې ځينې خلک او رسنۍ تبليغ کوي، امريکا ضد يا لويديځ ضد سازمان نه دی.

د شانګهای د همکاريو سازمان له سړې جګړې د زده شويو درسونو پر بنسټ رامنځته شوی چې د نوي ډول امنيت، پراختيا، مدنيت او نړيوال حکومتولۍ د رامنځته کولو لپاره کار کوي، له ډلبنديو او تقابل واټن لري او د ګټې – ګټې پر مفهوم ولاړ دی.

متحد ايالتونه او لويديځې رسنۍ تل د شانګهای د همکاريو سازمان ته له خپلو تياره عينکو ګوري، دغه سازمان د لويديځ ضد ګڼي او د سړې جګړې پر زاړه ذهنيت تکيه دي.

د شانګهای د همکاريو سازمان د تأسيس له ورځې بيا تر اوسه د عدم تعهد، عدم تقابل او د ثالثو لوريو د نه په نښه کولو اصولو ته خپله پابندي ساتلې او د امنيت يو نوی مفهوم یې وړاندې کړی دی. دا هغه څه دي چې د شانګهای د همکاريو سازمان یې له متحدو ايالتونو او لويديځ څخه چې تل د نظامي اتحادونو او ډلبنديو په لټه کې دي، بيخي جلا کړی دی.

د شانګهای د همکاريو سازمان په پرېکنده ډول د سړې جګړې ذهنيت پرېیښی او هېڅکله یې خيالي دښمنۍ نه دي جوړې کړې؛ بلکې خپلې هڅې یې د امنيت پر وړاندې د غير دوديزو ګواښونو او خنډونو پر له منځه وړلو متمرکزې کړې دي. په دې توګه د سيمې ثبات خوندي شوی، د اقتصادي او ټولنيزې پراختيا لپاره يو مناسب چاپېريال رامنځته شوی او د غړو هېوادونو وګړي یې پر دې بريالي شوي چې په سوله او ثبات کې کار او ژوند وکړي. دې چارې په سيمه يیزه او نړيواله کچه هم اغېز درلودلی دی.

دا مهال نړۍ داسې بدلونونه تجربه کوي چې په تېره يوه پېړۍ کې نه وو ليدل شوي دغه راز نړيواله حکومتولي او نړيوال امنيت هم له جدي ننګونو سره مخ دي. له همدې کبله د يوه مناسب نړيوال نظم رامنځته کېدو ته جدي اړتيا ده چې څو اړخيزتوب تقويه او ځانګړی اقتصادي نړيوالتوب رامنځته کړي.

Previous Post

د چين د کمونېست ګوند د شلمې مرکزي کمېټې درېيمه غونډه څه پيغام ورکوي؟

Next Post

سروې: نړيواله ټولنه دې د مصنوعي ځيرکتيا مهارتونه پياوړي کړي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post

سروې: نړيواله ټولنه دې د مصنوعي ځيرکتيا مهارتونه پياوړي کړي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

یونیسف: تېر کال نږدې ۲۱ میلیونه کسانو روغتیايي خدمتونه ترلاسه کړي

یونیسف: تېر کال نږدې ۲۱ میلیونه کسانو روغتیايي خدمتونه ترلاسه کړي

فبروري 26, 2026
ایراني عسکرو پنځوس افغان کارګران پر سیند لاهو کړي دي

ایراني عسکرو پنځوس افغان کارګران پر سیند لاهو کړي دي

مې 2, 2020

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ