د ښار جوړونې سرپرست وزیر وایي د نوي کابل د پروژې پيلولو طرحه یې جوړه کړې ده. د ښار جوړونې او ځمکو سرپرست وزیر محمود کرزی وایي دده د مقررۍ یو شرط دا و چې د نوي کابل د جوړولو طرحه به جوړوي اوس نوموړی وايي چې خپله طرحه یې جوړه کړې ده او د نوي کابل د جوړېدو په لار کې یې شته خنډونه له منځه وړي دي. د پخواني ولسمشر حامد کرزي د حکومت پر مهال په ده سبز سیمه کې د نوي کابل د جوړولو پلان جوړ شو خو د ستونزو له امله دغه پروژه تر دې دمه نه ده عملي شوې. اوس محمود کرزی وايي هغه کسان چې په دې سیمه کې ملکیت لري باید په پروژه کې شریک کړل شي او عملا دې ددغه پروژې د پیل لپاره اقدامات ترسره شي.