د زراعتي چارو پوهان وایي چې ډېر ژر به ننګرهار د هېواد په کچه د خرما پر ستر تولیدونکي ولایت بدل شي. درې کاله مخکې ننګرهار کې د خرما ونې په امتحاني توګه وکرل شوې خو د دریېو کلونو په تېرېدو یې پایله مثبته وخته او څه موده مخکې راپورونه ورکړل شول چې په دغه ولایت کې به سږکال د خرما حاصلات دوه برابره زیات شي. اوس د زراعتي چارو پوهانو ویلي چې ډېر ژر به دغه ولایت د هېواد په کچه د خرما پر یو ستر تولیدونکي ولایت بدل شي. د یادونې ده چې اوسمهال په ننګرهار کې د خرما ۲۷۰۰ ونې حاصلاتو ته برابرې شوې او کال په کال یې حاصلاتو کې پام وړ ډېروالی راځي.