د برینټن ترنټ په نامه کس چې په نیو زیلنډ کې یې پر جوماتونو بریدونه کړي او ۵۱ لمونځ کوونکي یې وژلي دي نن په دغه هېواد کې محکمې ته وړاندې شوی دی او تمه ده له عمري بند سزا سره مخ شي. راپورونه وایي چې محکمه به د څلورو ورځو په لړ کې له دغه بریده د بچ شویو ۶۶ کسانو څرګندونې واورې او له هغه وروسته به یاد کس ته سزا واورول شي. دغه کس د ۵۱ کسانو په وژنه، د وژنې د هڅې په ۴۰ قضیو او د یوه ترهګريز عمل په ترسره کولو تورن دی. وکیلانو ویلي چې برنټن به د نیو زیلنډ په تاریخ کې لومړنی کس وي چې له مشروطې ازادۍ پرته به په عمري بند محکوم شي.
































