چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

ولې لویو امریکايي پانګوالو په ډله ییزه توګه چین ته سفر کړي؟

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جولای 26, 2024
in نړیوال خبرونه
0
ولې لویو امریکايي پانګوالو په ډله ییزه توګه چین ته سفر کړي؟
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د چين  کمونېست ګوند د شلمې دورې مرکزي کمېټې له درېيمې عمومي غونډې څخه يوازې څو ورځې وروسته، د فيډېکس (FedEx)، ګولډمن ساجس (Goldman Sachs)، ايپل (Apple)، بوينګ (Boeing) او ميکرون ټېکنالوژي (Micron Technology) په ګډون د امريکايي شرکتونو د مسوولينو لخوا جوړ يو پلاوي له چين څخه ليدنه وکړه. يو شمېر شنونکي وايي چې په دې وخت کې چين ته د يو داسې لوړپوړي پلاوي سفر ښيي، چې نړۍ د ژورو اصلاحاتو په اړه د چين تګلارې د درک او ترې د ګډې ګټې اخيستنې لپاره لېواله ده.

د چين کمونېست ګوند د شلمې دورې مرکزي کمېټې درېيمې عمومي غونډې د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون لپاره نوې طرحه جوړه کړه او نړۍ ته يې د لا پرانيستنې د پراخولو هوډ هم څرګند کړ. د امريکايي شرکتونو مسوولين په ښکاره ډول غواړي، چې په لومړي وخت کې د چين د اصلاحاتو د لا ژورتيا نوې فضا احساس کړي او د چين د باکيفيته  پرمختګ نبض درک کړي.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

تازه شمېرنې ښيي چې د چين اقتصاد په پرله پسې توګه ښه شوی دی. د روان کال په لومړۍ نيمايي کې، د چين د کورنيو توليداتو عمومي ارزښت ۶۱.۷ ټريليون يوانو ته رسېدلی، چې د پروسږ کال د همدې مودې په پرتله ۵ سلنه زياتوالى ښيي. داسې ګړندی سرعت د يو دومره لوی اقتصاد لپاره خورا نادر دی. نړيوال پولي صندوق په دې وروستيو کې د چين د سږنۍ اقتصادي ودې په اړه خپله وړاندوينه لوړه کړې او په دې يې باور دی چې د چين په استازيتوب نوي رامنځته شوي اسيايي اقتصادونه به لا هم د نړيوالې اقتصادي ودې اصلي انجن پاتې وي. د چين کمونېست ګوند د شلمې دورې مرکزي کمېټې په درېيمې عمومي غونډه کې پر دې ټينګار شوی چې بايد د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ کلنۍ موخه په ټينګ او کلک ډول پوره او بشپړه شي، دا له چين سره په همکاريزو چارو کې د امريکايي مسوولينو باور لا پياوړی کړی دی.

د نړیوالو چارو ډېرو څارونکو د چين  کمونېست ګوند د شلمې دورې مرکزي کمېټې د درېيمې عمومي غونډې په ترڅ کې د ” لوړې کچې پرانيستلو د سيستمونو او ميکانيزمونو د ښه والي” په اړه يوې داسې جملې ته پاملرنه کړې، چې ” بايد د نړيوالې همکارۍ د پراخولو په جريان کې د پرانیستې وړتيا د لوړولو لپاره د چين د سترو بازارونو په ګټو متکي شي. ”  د اټکل له مخې، د چين د ښاري کېدو سویې له هرې يو سلنې  زياتوالی سره به شاوخوا د ۱۴۰ میليار‌دو امريکايي ډالرو په ارزښت پانګونه او د ۲۸ ملیارډو ډالرو په ارزښت مصرف رامنځته شي. د منځنۍ سویې عايد لرونکو چينايانو شمېر له هرې يو سلنې زياتوالی سره به د ۱۵۰ ميلياردو ډالرو په ارزښت کلنی مصرف ډېر شي. په چین کې د واحد لوي بازار او د نوي ډول ښاري کېدو پروسې په پرمخبیولو سره به لا زيات کورنۍ تقاضا رامنځته شي. هېڅوک نه غواړي دا ګټور فرصت له لاسه ورکړي.

راځئ چې نړیوالې همکارۍ ته وګورو. د چين کمونېست ګوند د شلمې دورې مرکزي کمېټې په درېيمې عمومي غونډې کې په اشارې سره ویل شوي، چې  چين به د نړيوال اقتصاد او سوداګرۍ له لوړو معيارونو سره د سمون لپاره کوښښونه وکړي، د ملکيت حق ساتنې، چاپېریالي معیارونو، انلاين سوداګرۍ او مالي چارو په شمول ځینو ساحو کې به خپل مقررات له نړيوالو معيارونو سره پیوستون کړي. د امريکايي تصدیو مسئولینو چې دا ځل يې له چين څخه ليدنه کړې، پر دې ټينګار وکړ چې دوی په چين کې پر خپلو پانګونو پوره باور لري او د اقتصاد او سوداګرۍ، پانګونې، زرغون پرمختګ، تعليم او کولتوري چارو په ساحو کې يې له چين سره ژورې همکارۍ ته سترګې په لار کې دي.

خلک د امريکايي مسوولينو له سفر څخه يو مهم ټکی دا هم درک کوي چې چين تل د اړيکو او ځنځير له پرې کولو سره مخالفت او له ګډ پرمختګ يې ملاتړ کوي. دا نه يوازې له اقتصادي قوانینو سره سمون لري، بلکې د امريکايي شرکتونو په ګټه ده. د CNN د تازه راپور له مخې، له دې امله چې د بایډن حکومت د ټرمپ حکومت پر مهال وضع شوې تعرفې وساتلې، امریکایان لاهم د بوټانو او درېشیو په شمول د ژوند اړتیا وړ توکو  لپاره لوړې بیې ورکوي. ترې ښکاري چې د اړيکو او ځنځیر پرې کول به امریکایانو ته هېڅ ګټه ونه رسوي.

د چین  لوی بازار نړۍ ته لوی ګټور فرصت برابروي. د چين پرمختګ کې ډېره ډاډمنتيا موجوده وي چې نړۍ په دې اړه باثباته تمې لري. لکه څنګه چې چيني لوري دا ځل له امريکايي سوداګرو سره  په ليدنه کې ويلي: غواړو چې د برابرۍ او متقابل احترام پر بنسټ له بېلا بېلو خواوو سره تبادلې او تګ راتګ پياوړی کړو، او د عصري کېدو په لار کې به له تاسو سره په ګډه کار وکړو.

ژباړه: شکريه

Previous Post

د پاريس اولمپيک لوبو په پار د چین مېډيا ګروپ د (8K) خورا روڼ ويډيويي سيګنال سیار سټېشن فعال شوی

Next Post

بارک اوباما د امریکا په ټاکنو کې له کاملا هاریس څخه ملاتړ وکړ

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
بارک اوباما د امریکا په ټاکنو کې له کاملا هاریس څخه ملاتړ وکړ

بارک اوباما د امریکا په ټاکنو کې له کاملا هاریس څخه ملاتړ وکړ

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

دفاع وزارت: راتلونکی کال به د ملي اردو شمېر ۱۸۰ زرو ته ورسیږي

دفاع وزارت: راتلونکی کال به د ملي اردو شمېر ۱۸۰ زرو ته ورسیږي

اگست 20, 2023
مسوولین: پاکستان باید د کډوالو ایستلو پرېکړه د تفاهم له مخې وکړي

مسوولین: پاکستان باید د کډوالو ایستلو پرېکړه د تفاهم له مخې وکړي

اپریل 5, 2024

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ