چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home Uncategorized

( په نوې زمانه کې د چین په ژورو اصلاحاتو کې نغښتي نړیوال فرصتونه) ډیالوګ تر سره شو

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جولای 28, 2024
in Uncategorized
0
( په نوې زمانه کې د چین په ژورو اصلاحاتو کې نغښتي نړیوال فرصتونه) ډیالوګ تر سره شو

په نوې زمانه کې د چین په ژورو اصلاحاتو کې نغښتي نړیوال فرصتونه

585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

(په نوې زمانه کې د چین په ژورو اصلاحاتو کې نغښتي نړیوال فرصتونه) تر نامه لاندې د سي جي ټې ان په کوربتوب د جولای میاشتې په ۲۸ نېټه ځانګړی ډیالوګ په بریالیتوب سره ترسره شو. په دغه ګردي مېز کې د افغانستان بېلابېلو مشهورو کسانو برخه اخیستې وه او د چين د کمونېست ګوند د شلمې دورې د مرکزي کميټې د درېيمې عمومي غونډې په هکله یې بحث او د نظر تبادلې ترسره کړې. دوی په خپلو خبرو کې وویل، چې چین په اوسني وخت کې نړۍ ته ډير فرصتونه برابر کړي او د ټولې نړۍ لپاره یې خپلې دروازې خلاصې کړې دي.

د بحث یو تن ګډونوال او د افغانستان د علومو اکاډمۍ غړي عمران ذکریا، چې په چین کې یې ژوند کړی او هلته یې زده کړې کړې دي وویل؛ چین پرانیستې غیږ لري او هیڅکله یې د نورو هیوادونو په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه ده کړې او تل یې د ستونزو د حل پلوي کړې ده. نوموړي دغه راز زیاته کړه، چین او افغانستان د تاریخ په اوږدو کې د یو او بل نږدې دوستان پاته شوي دي او تر ډيره یې اړیکې باوري او ښې دي. نو چین اوس یو ستر اقتصادي ځواک دی او افغانستان تازه د نورو هیوادونو د سیالۍ له ډګر څخه ځان خلاص کړی دی، باید چین دلته په افغانستان کې د زیربناوو د رغولو او د افغانستان د بشري ځواک په روزنه کې مرسته وکړي.

You might also like

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

Emerging Trends in the UK Online Casino Market: Insights for 2026

  عمران ذکریا: د افغانستان د علومو اکاډمۍ غړی         

د بحث یو بل تن ګډونوال، د حقوقي چارو کارپوه او مشهور لیکوال صفي الله ناصري په خپلو خبرو کې وویل، چې چین د اوسني واکمن ګوند تر مشرۍ لاندې ډيرې مهمې او ښه تګلارې تعقیب کړې دي او په ډيره کمه موده کې یې ډير ستر مزل ترسره کړی دی او ډيرې د پام وړ لاسته راوړنې یې درلودلې دي. د نوموړي په خبره دغه پرمختګونه په نړۍ کې کم ساري دي. ناصري د خپلو خبرو پر دوام زیاته کړه، چې که موږ فکر وکړو افغانستان اوس مهال په هغه حالت کې دی، کله چې په ۱۹۴۹ کال کې چین ورسره مخ و. دوی سختۍ او لوږې تیرې کړې او نن هغه ځای ته ورسېدل، چې په ټکنالوژۍ کې یې څوک سیال نشته. که افغانستان هم د چین په څیر د ورخلاصون او خلاصو دروازو سیاست غوره کړي زه باوري یم، چې موږ به هم د چین په څير پیاوړي او ډير پرمختګونه به تر لاسه کړو.

صفي الله ناصري:  د حقوقي چارو کارپوه

دغه راز په دې بحث کې د طلوع نیوز ټلویزیوني شبکې مشر ذبیح سادات وویل، چې  د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارې په مټ چین په ډيره کمه موده کې ډير لوی پرمختګونه ترلاسه کړي دي او دی له دغه پرمختګونو څخه ډير متاثره شوی دی. نوموړي زیاته کړه، چې چین ته یې د سفر پر مهال د دغه هیواد په ټکنالوژۍ او نورو برخو کې پرمختګ په خپلو سترګو لیدلی او د چین تجربې د افغانستان لپاره ډيرې د زده کړې وړدي.

 ذبیح سادات:  د طلوع نیوز ټلویزیوني شبکې مشر

 په دغه ګردي میز کې د شمشاد ټلویزیون د سیاسي خپرونو ویاند، چې څو اوونۍ وړاندې یې چین هیواد ته سفر هم ترسره کړی و، وویل، چې د چین د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلاره د افغانستان لپاره ډيره ګټوره ده او د دواړو هیوادونو رسنۍ باید د چیني او افغان ولس د کلتورونو د پیژندلو په برخه کې ستر رول ولوبوي او په دې برخه کې باید د دواړو هیوادونو ترمنځ د همکاریو یو ګډ پل رامنځته شي. نوموړي وویل، چې افغانستان نور له تش شعار ورکولو څخه ستړی شوی دی او هیوادونه باید په ریښتنې توګه دلته کار وکړي، تر څو افغانان هم ځان بسیاینې ته ورسیږي.

روح الله علیزی:  د شمشاد ټلویزیون د سیاسي خپرونو ویاند

د بحث یو بل تن ګډونوال او د سپوږمۍ راډيو د نیوز د برخې مسوول عزت الله احمدزي په خپلو خبرو کې وویل، چې چین هیواد د رییس شي جین پینګ په مشرۍ د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارې په عملي کیدو سره په ګڼو برخو کې زیات پرمختګونه تر لاسه کړې دي او افغانستان ته هم دغه پرمختګونه ښه زده کړه او تجربه ورکولای شي، ترڅو افغانستان هم د چین په څیر د عصري کېدو یوه مناسبه لاره پیدا کړي اوپر ځان باندې بسیا شي.

عزت الله احمدزی:  د سپوږمۍ راډيو د نیوز د برخې مسوول    

Previous Post

وانګ يي د امريکا د بهرنیو چارو له وزير انتوني بلينکن سره وکتل

Next Post

اقتصاد وزارت: موسسات دې تر ډېره خپل پام پرمختیايي برخې ته واوړوي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

by AhmadNasary
اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

by AhmadNasary
اگست 4, 2026
Uncategorized

Emerging Trends in the UK Online Casino Market: Insights for 2026

by AhmadNasary
اگست 4, 2026
Uncategorized

Descubriendo el Futuro de los Casinos en Línea: Opciones y Enfoques en 2026

by AhmadNasary
اگست 3, 2026
تېر کال د چین د کلتوري چارو ارزښت نوی ریکارډ جوړ کړی
Uncategorized

تېر کال د چین د کلتوري چارو ارزښت نوی ریکارډ جوړ کړی

by Spogmai Radio
جون 29, 2026
Next Post
اقتصاد وزارت: موسسات دې تر ډېره خپل پام پرمختیايي برخې ته واوړوي

اقتصاد وزارت: موسسات دې تر ډېره خپل پام پرمختیايي برخې ته واوړوي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

چين د چانګ عه شپږمه اکتشافي دستګاه او د سپوږمۍ خاوره نندارې ته وړاندې کوي

سپتمبر 26, 2024
امریکا کې د یوې طبي ترانسپورټي الوتکې لوېدو له امله ۵ تنه مړه شوي

امریکا کې د یوې طبي ترانسپورټي الوتکې لوېدو له امله ۵ تنه مړه شوي

فبروري 26, 2023

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved