چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

د سولې لوبې: عادلانه نندارې او سيالۍ

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جولای 29, 2024
in نړیوال خبرونه
0
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

 که ورزش د بشري ژوندانه استعاره ده نو اولمپيک او اولمپيکي لوبې د هغې پر پاراډاکس د بدليدو له ګواښ سره مخ دي، چېرې چې هغه اصول تش خيال ښکاري چې پر بنسټ یې دوی رامنځته شوې دي.

د ۳۳مې دورې د اولمپيک دوبنيو لوبو له پيليدو سره، زموږ تمرکز د لوبو پر رقابتي او هيجاني اړخ دی. له دې سره سره هم هغه بنيادي انګېرنې او د پام وړ ارزښتونه چې د سولې د وړانديز په توګه د اولمپيک له لوبو سره تړلي دي، د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ له اعلاميې سره سره (د ورزش او المپيکي ارمانونو له لارې د سوله ييزې او غوره نړۍ رامنځته کول) چې ټولو متفقه رايې ورکړې وې، اوس يوازې تر يوه رسمي اقدام پورې را ټيټ شوي دي.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

له ۱۸۹۶ کال راهيسې اولمپيک لوبو د نړۍ د ګوټ ګوټ خلکو ته يو ځانګړی فرصت برابر کړی چې يو له بل سره وګوري، توافقاتو ته سره ورسيږي او اختلافات څنډې ته کړي. د تېرو تجربو پر بنسټ، دا مهمه ده چې د همدې ذهنيت د پياوړي کولو لپاره پاخه اقدامات وشي او د اولمپيک لوبو له لوري رامنځته کيدونکي چوکاټ ته په پام سره د دې لوبو کلتوري او سياسي اهميت تقويه شي.

د اولمپيک اوربند، چې پر بنسټ یې بايد د جولای په ۲۶مه د پاريس د اولمپيک لوبو له پيل يوه اوونۍ مخکې اوربند ټينګ شوی او د سپټمبر په اتمه نېټه د دې لوبو تر بشپړيدو يوه اوونۍ وروسته لا هم ټينګ وای، داسې ښکاري چې دا ځل ټينګ نه شي.

ښايي د بحراني وضعيتونو د مديريت لپاره ځانکړو مهارتونو او سرچينو ته اړتيا وي. په تېر کې، د اولمپيک د نړيوالې کمېټې د پخواني مشر جوان انتونيو سمارانچ په څېر څېرې پر دې بريالۍ شوې چې د سړې جګړې پر خنډ پېښوونکو ابعادو غلبه وکړي. نن هم د ورته اقداماتو اړتيا ده څو دا يقيني شي چې ورزش او اولمپيک د مختلفو نظرياتو او مختلفو ګټو تر منځ د ارتباطي پله رول وساتي.

سپورټ او المپيک په نړيواله کچه د زده کړو، فزيکي او ټولنيز ژوند بنسټونه دي. ټول هېوادونه پر دې برخه پانګونه کوي، خو پر دې سربېره هم اوس د دې وخت دی چې ټول يو ګام نور هم وړاندې ولاړ شي او د دې مسئلې زړه ته ورسيږي. موږ بايد وپوښتو چې ايا غير ضروري زينتونه پرېږدو او د ورورګلوۍ او دوستۍ پر بنسټ د استعداد، رقابت، وړتيا او اصولو ته د درناوي له مخې پر ګډو ټکو تمرکز وکړي که نه.

که د ملګرو ملتونو رول ته ور وګرځو نو په يوه نوي اقدام کې د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ د روان کال د جولای په لومړۍ نېټه يا د اولمپيک لوبو له پيل نږدې يوه مياشت مخکې د مې ۱۹مه نېټه په رسمي توګه د عادلانه لوبې د نړيوالې ورځې په نوم ونوموله چې دا پرېکړه به له ۲۰۲۵ کال وروسته پلي کيږي. د دې پرېکړې پيغام روښانه دی، نه يوازې د انګلو ساکسون کلتوري سيمې لپاره او نه يوازې د ورزشي نړۍ لپاره. د عادلانه لوبې اصول د نوموتي شاعر او ډرامه ليکوونکي ويليم شکسپیر له لوري د صادقانه او مساويانه چلند په توګه تصور شوي دي. هغه د ۱۶مې او ۱۷مې پېړيو تر منځ د ګڼو ليکنو لکه کېنګ جان او توپان ډرامو له لارې د عادلانه لوبې اصطلاح مشهوره کړه.

اصولو ته د درناوي او د اصولو د منلو په تړاو د شکسپير مفهوم يا عادلانه لوبه د هغه د کميډي شخصيت له لارې بشري ضعفونه او نيمګړتياوې راسپړي. د عادلانه لوبې نظريه له هماغه وخته بيا تر اوسه د ورزش او ژوند د فضليت الګو ګرځېدلې ده. په ۱۹۷۵ کال کې د عادلانه لوبې د نړيوالې کمېټې له لوري د نړيوالو لوبو د لسو اصولو منشور صادر شو. که څه هم ياد اصول د وخت په تېرېدو سره تکامل ته رسول شوي خو اصلي ارزښتونه یې پر خپل ځای پاتې دي. ياد اصول عبارت دي له: لوبې د بوختيا لپاره، د لوبو اصولو ته درناوی، ملګرو، سيال، لوبڅار او کتونکو ته درناوی، د ماتې مسووليت منل، له ډوپينګ، توکمپالنې، تاوتريخوالي او فساد څخه ډډه کول او په سخت وخت کې له نورو سره مرسته کول، د هغو کسانو غندل چې د لوبو اعتبار زيانمنوي او د هغو کسانو درناوی کول چې د اولمپيک او ورزش د روحيې دفاع کوي.

اوس بايد پر دې غور وشي چې ايا د لوبې د ريتم او اصولو د بدلولو وخت دی او که نه. د عصري اولمپيک لپاره د بارون ډي کوبېرټین پروژه  فوق العاده ده. که څه هم د يادې پروژې لپاره په ۲۱مه پېړۍ کې اپډيټ په پام کې نيول شوی و. دغه اپډيټ به د هغې د نړيوالو ارزښتونو او فرصتونو په لا پراخ ويش کې مرسته وکړي او د سولې پر تلپاتې سمبول به یې بدل کړي.

په اولمپيک لوبو کې د بیرغونو اهتزاز، د ملي سرودونو غږيدل، د مډالونو جدولونه يوازې د استعدادونو او وړتياوو څرګندونه نه کوي، بلکې د تنوعاتو ځواک هم څرګندوي. ايا موږ غواړو چې ډوپينګ را کم کړو؟ د سياسي لاسوهنو او نړيوالو دسيسو مخه ونيسو. راځئ چې د ارمان ښار مسير پياوړی کړو، ورزش او اولمپيک لوبې لا پراخو ابعادو ته ور وګرځوو. موږ بايد د بشريت باطني ښکلا او اخلاقي کيفيت ونمانځو او دا شونتيا برابره کړو چې د نړۍ ټولو خلکو ته د هغوی ټولنيز موقف ته له پام پرته درناوی وشي.

Previous Post

بغلان کې ۸ نوې تاریخي سیمې کشف شوې دي

Next Post

د فلسطین او اسرائیل ترمنځ د سولې په اړه د چین دريځ څرګند او دایمي دی

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post

د فلسطین او اسرائیل ترمنځ د سولې په اړه د چین دريځ څرګند او دایمي دی

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

کندهار کې له ۴۰ سېلاب ځپلو کورنیو سره نغدي مرسته شوې

کندهار کې له ۴۰ سېلاب ځپلو کورنیو سره نغدي مرسته شوې

نوومبر 26, 2024

امریکا يو ځل بیا په غزه ټرانګه کې د اوربند طرح ويټو کړې

فبروري 22, 2024

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

روبیو: د هرمز تنګي د بېرته پرانېستلو په خبرو کې پرمختګ شوی
نړۍ

روبیو: د هرمز تنګي د بېرته پرانېستلو په خبرو کې پرمختګ شوی

اگست 5, 2026
په مزار شریف کې د روضې د بیارغونې بېړنۍ چارې پیل شوې
افغانستان

په مزار شریف کې د روضې د بیارغونې بېړنۍ چارې پیل شوې

اگست 5, 2026
Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved