په هلمند کې د نوو بوټو د کرکېلې دودېل به ددې سبب شي چې د نشه يي توکو له کښت او کاروبار خلک ډډه وکړي. د هلمند د کرنې ریاست مسوولین وایي په دغه ولایت کې ددوی څېړنو او تحقیقاتو ثابته کړې چې ګڼ بوټي له اقلیم سره توافق لري او کرل یې ددې ولایت د ودې او اقتصادي پرمختګ لپاره مهم دي. ددغه ریاست د مسوولینو په خبره خرما، انجه، د ستروس میوه او نور دې ته ورته بوټي هغه څه دي چې په هلمند کې یې کرنې ښه پایله لرلې ده او تمه ده چې سلګونه کروندګرو ته په راتلونکو کلونو کې ددغه بوټو د سمې کرنې او پالنې د روزنې ترڅنګ به پر زرګونه جریبه ځمکه ازمایښتي باغونه جوړ شي او یاد بوټي به د کوکنارو د کرکېلې ښه بدیل وي.