سه شنبه, اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

فليپين بايد د امريکا د تطمیع پر وړاندې له تدبیر کار واخلي

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اگست 2, 2024
in نړیوال خبرونه
0
فليپين بايد د امريکا د تطمیع پر وړاندې له تدبیر کار واخلي
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

فليپين او امريکا د جولای په پای کې د بهرنيو چارو وزيرانو او د دفاعي چارو وزيرانو ترمنځ‌ (( ۲+۲ )) غونډه تر سره کړې. دا له ۲۰۱۳م کال راهيسې لومړی ځل دی چې فلیپين د دې غونډې مشري کوي. له دې غونډې مخکې چين او فليپين تازه د ژن اي پرښې وضعيت د کنټرول په اړه لنډمهالی پلان جوړ کړی او په دې سره د جنوبي سمندرګي وضعيت د لنډمهال لپاره ارام شوی. خو امريکا نه غواړي چې يو ارام جنوبي سمندرګی برقرار وي، نو له فليپين سره يې په ياده غونډه کې يوه ګډه اعلاميه خپره کړې.

امريکا په دې ګډه اعلاميه کې خپله هغه ژمنه بيا تایید کړې، چې د فليپين امنيت به وساتي. دغه هېواد اعلان کړی، چې (( د امريکا او فليپين د ګډې دفاع تړون )) په جنوبي سمندرګي کې هم رول لوبوي او ويلي يې دي، چې امريکا او فليپين بايد له جاپان او اسټراليا سره يو ځای د دفاعي او امنيتي چارو په برخو کې همغږي پياوړې کړي، څو د تش په نامه ګډې ننګونې حل کړي. د دې تر څنګ،‌ ياده ګډه اعلاميه زیاتوي،‌ چې امريکا به له جاپان او نورو هېوادونو سره يو ځای د فليپين په امنيتي، پوځي او اقتصادي برخو کې مرستې برابرې کړي. د یادې (( ۲+۲ )) غونډې له پای ته رسېدو وروسته د امریکا د بهرنيو چارو وزیر انتوني بلېنکن اعلان کړی، چې امريکا به د فليپين د ملي دفاعي توان د پياوړتيا لپاره د ۵۰۰ ميليونو ډالرو په ارزښت مرستې برابره کړي. د فليپين ولسمشر فيرديناند مارکوس له بلېنکن سره په ليدنه کې ويلي، چې دواړه خواوې دې تماس وساتي، څو د چين او د اړوند سمندرګي په اړه د کړکېچن وضعيت د ارامتیا لپاره له فليپين سره مرسته وکړي.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

له تېر کال راهيسې،‌ فليپين څو څو ځلې د چین ژن اې پرښې او هوانګ يان ټاپو ته نژدې سمندري سيمې ته ننوتلی او کړکېچ يې رامنځته کړی. د دې تر شا د امريکا لمسون شته دی.

فليپين يو اسيايي هېواد دی، نو د چين او فليپين ترمنځ د سمندري شخړو د حل په بهير کې بايد سيمه ييزې سولې او ثبات ته لومړيتوب ورکړل شي. دا د فليپين لپاره غلطه کړنه ده، چې له اسيا بهر د نورو هېوادونو نیت او اشارې ته یې سترګې نیولې دي.

د فليپین ځيني سياستوال بايد په دې وپوهېږي، چې د امريکا او فليپين اتحاد به اخر يوازې د امريکا د نړيوال تسلط لپاره خدمت وکړي، د فليپين سوله او سمسورتيا د دې اتحاد موخه نه ده. اوس فليپين مدبرانه موقف کې نه دی او د لويو هېوادونو په سيالۍ کې يې ځان نښلولی، داسې کړنې به سيمه ييزې سولې او ثبات ته زيانونه ورسوي. همدا راز په جنوبي سمندرګي کې د فليپين حکومت خطرناک اقدامات د اسيان د غړو هېوادونو هېڅ ملاتړ نه دی تر لاسه کړی.

د اسيان د بهرنيو چارو وزيرانو ۵۷مې غونډې د جولای په پای کې يوه ګډه اعلاميه خپره کړې، چې پکې يې د جنوبي سمندرګي د بېلابېلو خواوو د اعلان د پوره پلي کېدو اهميت تایيد کړی او غوښتنه يې کړې، چې ژر تر ژره  د جنوبي سمندرګي په اړه د اقداماتو مقررات تدوین او تنفیذ کړي. مخکې فليپين وړانديز کړی و، چې له چين پرته پخپله د جنوبي سمندرګي په اړه د اقداماتو مقررات جوړوي، خو اسيان د يادې څرګندونې له لارې د فليپين وړانديز رد کړی. دا د اسيان هېوادونو ګډه موافقه او هيله ده، چې په سوله ييز ډول د جنوبي سمندرګي شخړه حل کړي او د جنوبي سمندرګي سوله خوندي وساتي.

فليپين د امريکا فليپين نه دی، بلکې د اسيا فليپين دی. فليپین بايد د امريکا له تطميع سره په مخامخ کېدو کې  سړه سینه وساتي او عقلانه کړنې دې غوره کړي او د بهرنيو پاليسو د ټاکلو په برخه کې دې د سیمې او ګاونډيو هېوادونو ګټې ته لومړيتوب ورکړي، دا د فليپين او د خلکو د ګټو لپاره غوره او پر ځای انتخاب دی.

Previous Post

پاکستان به چیني اتباعو ته د ویزې معافیت پیل کړي

Next Post

د اسماعيل هنيه مړینه به پر منځني ختيځ څه اغیز ولري؟

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
د اسماعيل هنيه مړینه به پر منځني ختيځ څه اغیز ولري؟

د اسماعيل هنيه مړینه به پر منځني ختيځ څه اغیز ولري؟

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

د کابل پوهنتون استاد پوهنوال دوکتور محمدقسیم چمتو وفات شوی

د کابل پوهنتون استاد پوهنوال دوکتور محمدقسیم چمتو وفات شوی

دسمبر 13, 2023
د غور له منار جام څخه له سلو زیاتو بهرنیو سیلانیانو لیدنه کړې ده

د غور له منار جام څخه له سلو زیاتو بهرنیو سیلانیانو لیدنه کړې ده

سپتمبر 4, 2023

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ