چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home کتاب

د ژوند ۱۳ رازونه

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اگست 26, 2020
in کتاب
0
د ژوند ۱۳ رازونه
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

ارواپوهنې په دې وروستیو کې ډېر پرمختګ کړی دی، له خپل پرمختګ سره یې جوخت هغو ټولنو ته هم د پرمختګ واګې په لاس ورکړې چې ارواپوهنه مطالعه کوي او ارواپوهنې ته د ارزښت په سترګه ګوري، خو په هر حال ارواپوهنه هغه علم و چې د انسان نه لیدونکي قدرتونه یې ولیدل.

انسان ته یې پر ځان باور، پاکي، مینه، محبت، کورنی ژوند، د اولاد روزل او ډېر نور داسې مهارتونه ور وښودل چې تر ننه انسان هغه نه وو عملي کړي. ژوند هغو وکړ چې ژوند یې زده کړ، هغوی یوازې راغلل او ولاړل چې ژوند ته یې په خلاصو سترګو ونه کتل او د خپل وجود شته وړتیاوې یې ونه ليدې، هغه یې ونه کارولې او دا وړتیاوې یې همداسې ویدې له ځان سره یووړې، کېدای شي ډېر داسې کسان به وو چې ډېرې وړتیاوې یې لرلې؛ خو دوی ورته ځير شوي نه دي.

You might also like

«خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

«د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

عثماني خلافت کتاب چاپ شو

ژوند زده کول غواړي، له ژوند خوند هم هغه کسان اخلي چې دوی ژوند زده کړی وي، موږ کلونه کلونه د جګړو قرباني شوي یو، د ژوند په اړه له ډېرو رازونو بې خبره یو. موږ ژوند کوو؛ خو د ژوند کولو په چل نه پوهېږو. ډېری خلک له خپل ژوند، هیلو، موخو، دندې، مېرمنې، اولاد یا په لسګونو نورو ستونزو شکایت کوي؛ دوی داسې فکر کوي چې دا ټولې ستونزې نورو د دوی په ژوند کې پیدا کړې دي. څوک خبر دي کېدای شي د ستونزو لامل موږ پخپله وو؟

یو وخت مې یوه جمله لوستلې وه، ښايي ډېره مې لوستې وي (ځان و پېژنه چې خدای وپېژنې). دا خبره زرینه کرښه ده، هغوی چې ځان وپېژانده، خدای هم پېژني، زه هغه وخت د دې جملې په مانا هومره نه پوهېدم، تر ډېره به سوال هم راته پيدا شو چې دا جمله څه مانا؟ زه خو ځان پيژنم نور نو څه وکړم؟

خو خبره داسې نه وه، اوس پوه شوم چې د انسان په وجود کې څومره وړتیاوې دي چې پېژندلو ته اړتیا لري، انسان د خدای د بې مثاله قدرت یوه وړه نښانه ده، په واړه وجود کې هومره رازونه پټ دي چې ډېر ورته ګوته په غاښ شي. رښتیا هم چې د ځان پېژندل د خدای پېژندل دي. ښايي ډېرو به ژوند کړی وي، عمر به یې تېر شوی وي، د ژوند خوږې ترخې به یې لیدلې وي، خو ښايي د عمر تر پایه یې د خپل وجود وړتیاوې نه وي پېژندلې، دوی یوازې خوړلي، څښلي او ځان یې تقدیر ته سپارلی دی. خو هغو چې ځان پېژندلی، په نړۍ کې یې ستر بدلونونه راوستلي دي، هغوی په دې پوه شوي چې نړۍ د انسان لپاره پيدا شوې ده، انسان د مرګ لپاره نه دی پيدا، مرګ د انسان لپاره پیدا دی، انسان د ژوند لپاره پيدا دی، څو په نړۍ کې د انسانیت او انساني ژوند ستر سمبول شي. انسان ته ښايي چې د ځمکې پر سر خپل رسالت تر سره کړي، هغه رسالت د ښه، با وقار او دینداره ژوند تېرول دي. (د ژوند ۱۳ رازونه چې باید زده یې کړئ) هغه کتاب دی چې په ډېره ساده او خوږه ژبه تاسو ته د ښه او بریالي ژوند کول در زده کوي. په دې کتاب کې د ژوند دیارلس رازونه راوړل شوي، چې په هره یوه راز کې بیا د یوه لوی کتاب په کچه مفاهم او معلومات نغښتي دي.  ډاډه اوسئ چې که یاد کتاب په غور، دقت او بیا بیا ولولئ، نو په ځان کې به ښکاره مثبت بدلونونه ووینی. د کتاب لیکوال نایجریایی ځوان لیوینګسټون دی او پښتو ژباړه یې حمیدالله حمیدي کړې ده، چې جهان اسلام خپرندویې ټولنې چاپ کړی دی.

مینه وال کولای شي یاد کتاب پر اکسوس سربېره، د ښار په نورو لویو کتابپلورنځیو کې هم په مناسب قېمت تر لاسه کړي.

Previous Post

د لږ او ډېر عاید تر منځ توپیر عمل ټاکي

Next Post

بلک بیري نوی ځیرک موبایل معرفي کړ

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

«خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو
کتاب

«خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

by Spogmai Radio
فبروري 21, 2026
«د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو
کتاب

«د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

by Spogmai Radio
جنوري 24, 2026
عثماني خلافت کتاب چاپ شو
کتاب

عثماني خلافت کتاب چاپ شو

by Spogmai Radio
دسمبر 6, 2025
کتاب

د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

by Spogmai Radio
اکتوبر 25, 2025
«سوی تاج» په نوم ناول خپور شو
کتاب

«سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

by Spogmai Radio
سپتمبر 27, 2025
Next Post
بلک بیري نوی ځیرک موبایل معرفي کړ

بلک بیري نوی ځیرک موبایل معرفي کړ

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

بهرنیو مېلمنو د چين په نړيوال وارداتي نندارتون کې د دوامدار ګډون هيله ښودلې

بهرنیو مېلمنو د چين په نړيوال وارداتي نندارتون کې د دوامدار ګډون هيله ښودلې

نوومبر 10, 2024
چین د ۲۰۲۴ میلادي کال لپاره څه هدفونه ټاکلي؟

چین د ۲۰۲۴ میلادي کال لپاره څه هدفونه ټاکلي؟

جنوري 1, 2024

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved