چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home ليکنې او تحلیلونه

له کرونا ویروس سره په نړیواله کچه د چین مبارزه

سرچینه: د چین نړیوالې راډیو پښتو څانګه

Spogmai Radio by Spogmai Radio
مارچ 15, 2020
in ليکنې او تحلیلونه
0
له کرونا ویروس سره په نړیواله کچه د چین مبارزه
820
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د چيني کارپوهانو ډله د ايران پلازمينې تهران ته رسېدلې ده. د چين د طب او روغتيا بنسټ د مارچ په ۱۲مه نېټه اعلان وکړ چې په چين کې د ناول کورونا ويروس ساري ناروغۍ د خپرېدو لويه څپه تېره شوې ده. د دې تر څنګ دغه ناروغي له چين پرته په نورو ۱۲۲ هېوادونو او سيمو کې په پراخه کچه د خپرېدو په حال کې ده.

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د مارچ د ۱۲مې نېټې په شپه د م م د سرمنشي انټونيو ګوتريس په بلنه له نوموړي سره په تلېفوني خبرو کې وويل، چې (( د ناول کورونا ويروس د ساري ناروغۍ پېښې په همدې موده کې په زياتو هېوادونو او سيمو کې رامنځته شوې چې وضعيت يې د اندېښنې وړ دی. نړيواله ټولنه بايد سمدلاسه ګامونه پورته کړي او د دې ناروغۍ د وقايې او کنترول لپاره اغېزمنې نړيوالې همکارۍ وکړي او له دې ناروغۍ سره په مبارزه کې بايد د برياليتوب د تر لاسه کولو لپاره ځواکمن قوتونه راغونډ کړي.))‌ د چين يوه طبي ډله چې له ۹ کارپوهانو څخه جوړه شوې، پر ځايي وخت د مارچ د ۱۲مې نېټې په شپه ايټاليا ته ورسېده. د چين نورې زياتې طبي ډلې به د مرستو لپاره بهرنيو هېوادونو ته وليږل شي.

‍‍‍د نړۍ لپاره د ناول کورونا ويروس ساري ناروغۍ د خپرېدو د مخنيوي ټينګ دفاعي ديوال چين د ناول کورونا ويروس د ساري ناروغۍ تر رامنځته کېدو وروسته پر وخت د هېواد په ستره برخه کې د عامې روغتيا د لويو او بېړنيو پېښو ضد د لومړۍ کچې حالت اعلان کړ. يو مليارډ او څلور سوه مليونه چينايانو د دې ناروغۍ د خپرېدو د مخنيوي لپاره يو لاس او همکاري کړې.

چين له دوو اوونيو څخه په کمه موده کې پر نوموړې ناروغۍ د سختو اخته کسانو د درملنې لپاره ۲ مجهز روغتونونه او ګام په ګام ۱۴ لنډمهالي روغتونونه جوړ کړي دي. د مارچ تر ۸مې نېټې پورې د چين په بېلا بېلو سيمو کې دری سوه او شپږ څلوېښت طبي ډلې او دوه څلوېښت زره او شپږ سوه طبي کارکوونکي هو بۍ ولايت ته ليږل شوي دي.

چين د دې ناروغۍ د وقايې او کنترول لپاره کلک دفاعي ديوال جوړ کړی چې د دغه هېواد د چټګ غبرګون او تدبيرونو له امله نړۍ ته د دې ناروغۍ د وقایې او کنترول‌ مهم وخت ورکړل شوی. د ستونزو پر وړاندې د ګډو کوښښونو او همکارۍ په اړه د نړيوالې ټولنې د ګډو نظريو تر لاسه کول

په چين کې د ناول کورونا ويروس د ساري ناروغۍ له خپرېدو وروسته، د چين د دولت رئیس شي جين پينګ ډېر ځله د څه باندې لسو هېوادونو له مشرانو سره تلېفوني خبرې وکړې او د کمبوديا له لومړي وزير او د مغولستان له ولسمشر او د روغتيا نړيوال سازمان له عمومي مدير سره کتنې او خبرې اترې کړې دي. شي جين پينګ نه يوازې د دې ناروغۍ پر وقايې او کنترول ټينګ باور شودلی، بلکې د چين د روان کال د اقتصادي او ټولنيزو پرمختيايي موخو د پوره کېدو په اړه ډاډمن دی. د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي هم د څه باندې ۲۰ هېوادونو له خارجه وزيرانو سره تلېفوني خبرې کړې دي. د چین د دغو ګامونو له کبله نړيوالې ټولنې د ناول کورونا ويروس له ساري ناروغۍ سره د ګډې مبارزې په اړه ګډه نظريه تر لاسه کړې ده.

نړيوالې ټولنې ته د معلوماتو پر وخت خپرېدل

له هغې ورځې څخه چې د جنورۍ په ۳مه نېټه د چین په وو هان ښار کې (( د نامعلوم ويروس پر ساري ناروغۍ اخته ناروغان پيدا شول)) خبر ورکړ، چين نړيوالې ټولنې ته د دې ناروغۍ په اړه د معلوماتو په ورکولو او خپرېدا باندې پيل کړی دی. د چين طبي ارګان د جنورۍ له ۲۱مې نېټې څخه هره ورځ په هېواد کې د دې ناروغۍ د وضعيت په اړه خبرونه ورکړي او ورکوي يې. چين د روغتيا نړيوال سازمان د کارپوهانو ډلې ۲ ځلې لیدنې منلې او ورسره يې همکارۍ کړې.

چيني‌ کارپوهانو د جنورۍ په ۳مه نېټه لومړنی قضاوت وکړ چې ناول کورونا ويروس د رامنځته شوې ناروغۍ سرچينه ده. د روغتيا نړيوال سازمان د جنورۍ په ۱۲مه نېټه اعلان وکړ چې د چين د معلوماتو شريکولو له لارې يې د ناول کورونا ويروس د جین د ترتيب او جوړښت په اړه معلومات تر لاسه کړي. چين د نوموړي سازمان، د جنوب ختيځې اسيا د هېوادونو ټولنې، اروپايي ټولنې، د شانګهای همکارۍ سازمان په شمول له نړيوالو او سيمه ييزو سازمانونو او د جاپان، کوريا جمهوريت، روسیې، جرمني، فرانسې، امريکا او لاؤس په شمول له اړوندو هېوادونو سره د کارپوهانو د بحثونو، د ليري واټن غونډو او نورو لارو چارو له لارې تر ۲۰ زيات ځلې تګ راتګونه کړي او پر وخت يې ورسره د چين تر لاسه شوي اړوند معلومات، تجربې او د درملنې پلانونه شريک کړي دي.

د خپلو تجربو شريکول

اوس په چين کې د ناول کورونا ويروس د ساري ناروغۍ د وقايې او کنترول وضعیت او د عادي کارونو او توليدي چارو د بيا پيل حالت مخ پر ښه والي دی. خو د نړۍ په څه باندې سلو هېوادونو او سيمو کې د دې ناروغۍ پېښې تر سل زرو زياتې شوې، دغه ناروغي په نړۍ کې په پراخه کچه د خپرېدو په حال کې ده.

چين د هېواد په دننه کې د دې ناروغۍ د وقايې او کنترول تر څنګ له نورو هېوادونو سره د خپلو اړوندو تجربو د شريکولو او د درملو او واکسين د څېړنې په شمول د هراړخيزو نړيوالو همکاريو په هڅه کې دی او له هغو هېوادونو سره يې مرستې کړې او کوي يې چې په دغو هېوادونو کې دغه ناروغي رامنځته شوې او د خپرېدو په حال کې ده.

تر اوسه پورې چين له څه باندې سلو هېوادونو او لسو نړيوالو او سيمه ییزو سازمانونو سره د دې ناروغۍ د وقايې، کنترول او درملنې پلانونه او نور زيات د تکنالوژۍ سندونه شريک کړي دي، په چين کې يې د ۵۰ هېوادونو او نړيوالو سازمانونو له ديپلوماتانو او استازو سره د دې ناروغۍ د وقايې او کنترول په اړه د معلوماتو د شريکولو غونډه تر سره کړې، کوريا جمهوريت ، جاپان او ايټاليا ته يې مرستندويه توکي او ازمايښتي سامان الات ليږلي، ايران، عراق او ايټاليا ته يې د چيني کارپوهانو ډلې استولي، د روغتيا نړيوال سازمان ته یې شل مليونه امريکايي ډالره بسپنه ورکړې او نورې زياتې هلې ځلې يې کړې.

له دې ناروغۍ سره د مبارزې په اړه د چين تجربې نړۍ ته د خپرېدو په حال کې دي.

You might also like

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

دانسانانو د ګډ برخليک ټولنې له مفکورې څخه الهام

د چين د دولت رئیس شي جين پينګ د مارچ په ۱۲مه نېټه د م م له سرمنشي انټونيو ګوتريس سره په تلېفوني خبرو کې پر دې ټينګار وکړ چې (( د ناول کورونا ويروس د ساري ناروغۍ له رامنځته کېدو څخه يو ځل بيا ښکاريږي چې انسانان د ګډ برخليک په ټولنه کې دي. د اقتصاد د نړيوال کېدو په زمانه کې به د دې ناروغۍ په شان نورې بېړنۍ او لویې پېښې بيا رامنځته شي او انسانان به له مسلسلو نويو ننګونو سره مخامخ وي. نړيواله ټولنه بايد د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې مفکوره جوړه کړي، متقابلې مرستې دې وکړي،د ننګونو د له منځه وړلو لپاره دې همکاري وکړي او د ښکلې ګردې کرې یعنې د انسانانو د ګډ کور د ابادۍ لپاره دې هڅې وکړي.))

چين د کورونا ويروس سره د نړيوالې مبارزې لپاره خپلې تجربې او وړانديزونه وړاندې کړي او په راتلونکې مرحله کې به له ټولې نړۍ سره د دغې مبارزې په لومړۍ کرښه کې د وروستي برياليتوب تر رارسېدو پورې خپلو کوښښونو او هڅو ته ادامه ورکړي.

Previous Post

کرونا؛ فرانسې او هسپانیا د نوو او جدي اقداماتو خبر ورکړی دی

Next Post

بلخي: ایران کې د کرونا له امله تر اوسه لس افغانان مړه شوي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې
ليکنې او تحلیلونه

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي
ليکنې او تحلیلونه

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

by Spogmai Radio
مارچ 26, 2026
د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه
ليکنې او تحلیلونه

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

by Spogmai Radio
مارچ 14, 2026
ليکنې او تحلیلونه

د نړۍ پر مخ تور داغ – د جیفري ایسټیپن رسوایي او د انسانیت ژور ازمویښت

by Spogmai Radio
فبروري 2, 2026
تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه
ليکنې او تحلیلونه

تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه

by Spogmai Radio
جنوري 3, 2026
Next Post
بلخي: ایران کې د کرونا له امله تر اوسه لس افغانان مړه شوي

بلخي: ایران کې د کرونا له امله تر اوسه لس افغانان مړه شوي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

په هېوادکې د زعفرانو کرکيله او صادرات زيات شوي دي

په هېوادکې د زعفرانو کرکيله او صادرات زيات شوي دي

اپریل 1, 2023
د دوان وو اختر په رخصتي کې د چين د سيلانيانو شمېر ۱۰۶ ميليونو ته رسېدلی

د دوان وو اختر په رخصتي کې د چين د سيلانيانو شمېر ۱۰۶ ميليونو ته رسېدلی

جون 25, 2023

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved