د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي په هېواد کې د هدفي وژنو او نظامي عملیاتو پر ډېروالي ژوره اندېښنه څرګنده کړې او په عمدي توګه یې د جګړې اور ته لمن وهل د افغانستان د سولې او امنیت د دښمنانو کار بللی دی. د کرزي له مطبوعاتي دفتره په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، پخواني ولسمشر په هېواد کې د روان ناورین د ختمولو لپاره د جګړې پر ښکېلو افغاني غاړو غږ کړی چې له روانو بدمرغیو د خلاصون یوازینۍ لار د بینالافغانی مذاکراتو ژر پیل دی او دوی باید د دغه واقعت په درک کولو سره ژر تر ژره مذاکرات پیل او په هېواد کې د تل پاتې سولې او امنیت ټینګښت لپاره لاره هواره کړي.
































