چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

د زرغونې انرژۍ د بدلون لپاره چيني لارښود ولې اړين دی

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اگست 13, 2024
in نړیوال خبرونه
0
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې او دولتي شورا له لوري د يکشنبې په ورځ د اقتصادي او ټولنيزې پراختيا په ټولو اړخونو کې د زرغونې انرژۍ د بدلون د چټکولو لپاره د لارښودونو يوه ټولګه خپره شوه، دا د کاربن د کمولو او زرغونې انرژۍ د کارولو لومړنی سيستماتيک ګام دی.

د چين کمونيست ګوند له اتلسم ملي کانګريس راهيسې، چين د ايکو سيسټم او چاپېریال د خونديتابه او دغه راز د زرغونې انرژۍ د توليد په برخو کې تاريخي لاسته راوړنې درلودلې دي. د ايکولوژۍ او چاپېريال وزارت د معلوماتو پر بنسټ، د چين د کورنيو ناخالصو توليداتو د هر واحد پر سر د کاربن ډای اوکسايډ د خپرېدو کچه د ۲۰۱۲م کال په پرتله ۳۵ سلنه راټيټه شوې ده. دغه راز په چين کې د زرغونې انرژۍ توليدات هم د حرارتي انرژۍ په پرتله ډېر شوي دي.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

د چين د زرغونې انرژۍ توليدات په ورته مهال له ننګونو سره هم مخ دي. د بېلګې په ډول، د دغه هېواد د انرژۍ چوکاټ لا هم د ډبرو سکرو پر بنسټ ولاړ دی. د فوسيلي انرژۍ او دوديزو صنايعو نسبت لا هم لوړ دی او د ايکولوژيکي او چاپېريالي کيفيت بنسټونه لا هم ښه پياوړي نه دي.

په بيجينګ کې مېشت د عامه او چاپېريالي چارو د انسټيټيوټ د مشر ما جون په خبره، په دغسې وضعيت کې د دولتي کچې نويو لارښودونو خپريدل اړين دي او کولی شي چې د لوړ کيفيت زرغونې انرژۍ د توليداتو له ډيرېدو او دغه راز د کاربن د خپريدو په برخه کې د چين د موخې له تر لاسه  کېدو سره مرسته وکړي.

د چين د ټولنيزو علومو د اکاډمۍ د ايکو – تمدني څېړنو په انسټيټيوټ کې د اقليمي بدلون د اقتصادي مطالعاتو د دفتر مشر يو شيانګ CGTN ته ويلي چې نويو دولتي لارښودونو نه يوازې دا چې د لږ کاربن او زرغونې پراختيا لپاره د چين مخکنۍ پاليسي تازه کړې، بلکې هغو ننګونو ته یې هم په جامع ډول پاملرنه کړې ده چې چين د زرغونې پراختيا په برخه کې ورسره مخ دی. هغه زياته کړې چې نوي لارښودونه به په ټولو اقتصادي او ټولنيزو سکټورونو کې جامع زرغون بدلون چټک کړي.

پر اقتصاد د اقلیمي بدلون د اغېز په اړه د چین د څېړنیزې ادارې مشر يو شيانګ باور څرګند کړی چې د چين د مرکزي حکومت د مخکنيو لارښودونو په پرتله نوي خپاره شوي لارښودونه يو جامع او سيستماتيک ليدلوری وړاندې کوي او ټول قلمرو، صنعتي جوړښت، د انرژۍ سکټور، ترانسپورټ او د ښاري – کليوالي سيمو پراختيا تر پوښښ لاندې راولي.

نوي خپاره شوي لارښودونه به تر ۲۰۳۰م کال پورې په ټولو اقتصادي او ټولنیزو برخو کې د زرغون بدلون په برخه کې د پام وړ پايلې ولري او د لږ کاربن، زرغون او دایروي پراختيايي اقتصادي سيسټم د رامنځته کېدو سبب به شي. دغه راز به تر ۲۰۳۵م کال پورې د ښايسته چين د موخې له پلې کېدو سره مرسته وکړي او چين به د نړيوالې زرغونې ودې پر سرلاري بدل کړي.

د پايدارې پراختيا لپاره د لېکسټون انسټيټيوټ رييس او د چاپېريال لپاره د چين د مسلکي بورډ مشر هو ټاو له CGTN سره په مرکه کې ويلي، په داسې حال کې چې چين له تېرو لسيزو راهيسې د چاپېريال د خونديتابه په هڅو کې ښکېل دی، دغه هېواد د نړيوالې زرغونې حکومتولۍ د سيسټم په برخه کې هم مخکښ دی. له يوې خوا له نورو هېوادونو سره د ککړتيا د کمولو او نوې کېدونکې انرژۍ د ودې په برخو کې خپلې تجربې شريکوي، له بلې خوا د زرغونې پراختيا په برخه کې د مخکښتوب له کبله، چې د نړيوالو له لوري هم په رسميت پېژندل شوې،  د نړيوالې زرغونې پراختيا لپاره د اصولو په جوړولو کې هم مخکښ رول لوبوي.

اقليمي بدلون نړيواله ننګونه ده. نوي خپاره شوي لارښودونه ښيي چې چين به د اقتصادي پراختيا او ايکولوژيکي پايدارۍ تر منځ توازن رامنځته کوي او د چاپېريال ساتنې په ټولو نړيوالو نوښتونو کې به ونډه اخلي.

Previous Post

چين او فرانسه: دوستي، د اولمپيک روحيه او يوه ګډه راتلونکې

Next Post

د پاريس په المپيک لوبو کې ولې د چين لوبډلې د نړۍ دومره زيات مينه وال راجلب کړي؟

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post

د پاريس په المپيک لوبو کې ولې د چين لوبډلې د نړۍ دومره زيات مينه وال راجلب کړي؟

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

ټایلنډ کې پولیسو ۹ افغان کډوال نیولي دي

ټایلنډ کې پولیسو ۹ افغان کډوال نیولي دي

فبروري 23, 2025
پاکستانی پارلمان؛ له افغانستان سره د سوداګرۍ د پراختیا غوښتونکی دی

پاکستانی پارلمان؛ له افغانستان سره د سوداګرۍ د پراختیا غوښتونکی دی

نوومبر 24, 2020

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ