پخواني ولسمشر حامد کرزي، له العربیه ټلویزیوني شبکې سره په مرکه کې، د افغانستان د روان وضعیت، جګړو دوام او سولې په اړه خبرې کړې دي. حامد کرزي په دې مرکه کې د سولې اوسنی بهیر یو بې مخینې فرصت ګڼلی او ویلي یې دي چې، دده د واکمنۍ پر مهال متحده ایالاتو د سولې لپاره رېښتینې اراده نه درلوده. حامد کرزی وايي چې له امریکا سره د مخالف یو علت یې همدا وو چې د ترهګرو اصلي ځالو ته یې پام نه کاوو. کرزي ویلي، امریکا پخوا د سولې لپاره رېښتینې اراده نه درلوده، خو اوس ډېر خوښ دی چې د سولې بې مخینې فرصت رامنځته شوی او ان امریکایان د سولې لپاره کار کوي. نوموړی وايي د سولې له اوسني فرصت څخه د استفاده وشي او هیله لري چې د طالبانو پاتې بندیان ازاد شي او بین الافغاني خبرې پیل شي. بل لور ته نوموړی د هغې هوکړې په اړه چې د امریکا او طالبانو تر منځ په دوحه کې لاسلیک شوې، وویل تر کومه ځایه چې ده ته معلومات رسېدلي دا ښه هوکړه ده، ځکه په یاده هوکړه کې ځینې داسې برخې لکه په افغانستان کې د جګړې او دوښمنيو پای ته رسول، بین الافغاني خبرې پیلول او له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتل په حقیقت کې هغه څه دي چې دوی ورسره موافق دي.
































