سه شنبه, اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home راشه ورشه

هند

حشمت الله نوري

Spogmai Radio by Spogmai Radio
مارچ 16, 2020
in راشه ورشه
0
هند
789
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

پروان

وردګ

غور

هند د آسیا په جنوب کې د هند د سمندر د خلیج او د عربو د سمندرګي په څنډه کې د همالیا له غرونو څخه د هند تر سمندر پورې د شمالي عرض البلدونو د ۱۸- ۳۳ درجو او د ختیځ طول البلدونو د ۶۹ – ۹۸ درجو په مینځ کې موقعیت لري، چې ټولټال یې پراخوالی ۱۲۶۴۴۵۷ میل مربع ته رسېږي او له دې پلوه د نړۍ اووم لوی هېواد دی.

د هند شمال ته بوتان، نیپال او چین دي، جنوب ته یې د هند سمندر، ختیځ ته یې د بنګال خلیج او بنګله دېش او لوېدیځ ته یې عربي سمندرګی پروت دی.

د هند ډېره خاوره د استوا کرښې په شمال کې پرته ده، له بلې خوا د هند له نیمایي زیاته خاوره په اوبو کې ایساره ده، له همدې امله د دغه هېواد هوا توده او لنده ده. د هند څلور فصله یو له بل سره ډېر توپیر لري، ژمی یې له ډسمبر څخه تر مارچ پورې دی. اپریل او مې میاشتې یې تود اقلیم لري او جون، جولای، اګست او سپټمبر یې باراني فصل دی.

دغه هېواد ته د داسې یوې ټاپووزمې په څېر چې شمال یې په وچه پورې تړلی دی، د ډېر وسعت له امله نیمه قاره وایي.

د دغه هېواد پلازمېنه د نوي ډیلي ښار دی او ټولټال څه باندې ۱.۳ میلیارد نفوس لري، چې په هر کیلومتر مربع سیمه کې یې ۳۹۵ کسان ژوند کوي.

د هند ۴۰ سلنه وګړي په ښارونو او پاتې ۶۰ سلنه هغه یې بیا په کلیو او بانډو کې ژوند کوي. د دغه هېواد د قانون له مخې، هره کورنۍ په ټول عمر کې یوازې د دریو ماشومانو د درلودو حق لري.

هند د اداري ویش له پلوه پر ۲۸ ایالتونو او ۷ اتحادیو ویشل شوی دی. کلکته، ممبی، بنګلور، حیدرآباد، احمدآباد، کانپور او لګنهو جیپور یې مهم او لوی ښارونه دي.

د هند اساسي قانون په ۱۹۵۰ ز کال د جنوري په ۲۶ نافذ شوی، چې له مخې یې دغه هېواد غیر مذهبي ډیموکراټ او فدرالي جمهوریت لري. د دغه هېواد اوسنی ولسمشر رم نات کوونید او لومړی وزیر یې نریندرا مودي دی.

د دغه هېواد ولسمشر په ډیلي کې د ولسي جرګې، مشرانو جرګې او د ایالاتو د مقننه هیئت له خوا د پنځو کلونو لپاره ټاکل کیږي. په دغه هېواد کې ولسمشر باید له ارد هندي او د ټاکنې په وخت کې ۳۵ کلن وي، که دا شرط پوره کړي، د بیا ټاکل کېدو حق هم لري. د ولسمشر صلاحیتونه یې دا دي: د ولسي جرګې ړنګول، د سترو ملکي او نظامي مامورینو ټاکل، د بهرنیو تړونونو منظورول او د سولې او جګړې اعلان.

په هند کې ولسمشر د پوځي قوتونو لوی قوماندان هم دی. د ولسمشر مرستیال د پارلمان د دواړو جرګو له خوا د پنځو کلونو لپاره ټاکل کیږي.

د دغه هېواد لومړی وزیر د ولسمشر له خوا د ټاکنو د ګټونکي ګوند یا د ګوندونو د ائتلافه مشورې او موافقې د کابینې په جوړولو لاس پورې کوي. د هند کابینه ۱۷ وزیران او ۲۱۱ مشاور وزیران لري. د دغه هېواد کابینه باید له پارلمان څخه د اعتماد رایه واخلي.

د دغه هېواد پارلمان دوې جرګې لري، ولسي جرګه چې ۵۴۵ غړي لري، له دې جملې څخه ۵۴۳ کسان د خلکو په خوښه او دوه د ولسمشر له خوا ټاکل کیږي. د هند د ولسي جرګې غړي پنځه کاله کار کوي. دویمه د مشرانو جرګه یا د ایالاتو شورا ده چې ۲۵۰ غړي لري. د ایالاتو د جرګې ۱۲ غړي د ولسمشر له خوا او په مستقیمه رایه د ایالاتو د پارلمان او د ایالاتو د جرګې له خوا د ټاکل شوو استازو په واسطه ټاکل کیږي او شپږ کاله کار کوي.

 د دغه هېواد د قانون له مخې، د راجاسبا مشر د ولسمشر د مرستیالۍ دنده هم پرمخ بیایي. د هند د لوکسبا غړي باید لږ تر لږه ۲۵ کلن او د راجاسبا غړي ۳۵ کلن وي.

د هند د ایالتي حکومتونو نظام د مرکزي حکومت په څېر دی. هر ایالت یو والي لري او لومړی وزیر په ډیمکراټیکه توکه ټاکي. د هند هر ایالت بېلابېلې د قانون جوړولو جرګې لري، خو ستر ایالتونه یې دوې جرګې لري. لومړۍ د قانون جوړولو جرګه او بله د ایالت ملي شورا. د هند د قضایي نظام په راس کې ستره محکمه، یو قاضي القضات او ۱۳ قاضیان لري چې ټول د ولسمشر له خوا ټاکل کیږي.

د هند دولت د تېرې پېړۍ د نوییمي لسیزې په پیل کې پرېکړه وکړه چې د اقتصادي پرمختیا، پانګه‌ونو او کورنیو او بهرنیو پانګه‌والو ته د ډېرو اداري، قانوني او حقوقي آسانتیاوو د یقیني کولو لپاره پر خپلو تګلارو او قوانینو ژوره کتنه وکړه او نوي ګامونه یې اوچت کړل. له دې وروسته د هند اقتصادي پرمختګ ګړندی شو او دغه هېواد د آزاد بازار او دولتي اقتصاد پر مټ د نړۍ د ژر پرمختلونکو هېوادونو په کتار کې راغی. د همدې نویو تګلارو په رڼا کې دولت ځینې لوی صنعتي او خدماتي برخې پر خصوصي سکټور خرڅې کړې او په بهرنیو پانګونو یې کنټرول محدود کړ. د اقتصاد په برخه کې د هند د دولت د نویو تګلارو له امله له ۱۹۹۷ ز کال وروسته هند هر کال په منځنۍ توګه ۷ سلنه پرمختګ لري. په ۲۰۱۰ ز کال کې د هند د اقتصاد د ناخالص کورني تولید په جوړښت کې د خدماتو ونډه ۵۵ سلنه وه. په تېرو ۲۰ کلونو کې هند د خپلو ځوانانو په روزنه ډېره پانګه‌ونه کړې، اوس اوس دغه هېواد پنځه میلیونه داسې ځوانان لري چې په انګلیسي ژبه، د کمپیوټرونو د تولید او د کمپیوټري پروګرامونو د جوړولو متخصصین بلل کېږي او خپل هېواد ته له دې درکه ډېر عواید راوړي.

په ۲۰۱۰ ز کال کې هند له هغه بحران څخه راووت چې د امریکا او اروپايي هېوادونو په اقتصاد کې د بې نظمۍ له امله پیل شوی و. د هند حکومت هڅه کوي چې د خپلې بودجې کسر له پنځه سلنې ټیټ وساتي. په ۲۰۱۰ ز کال کې دغه کچه څه باندې شپږ سلنه وه. بې ساری اداري فساد چې خلک یې لاریونونو او تاوتریخوالي ته اړ ایستلي، د ټولنې د ټیټو طبقو بې وزلي او ځوروونکی فقر، د ټولنیزو او مالي بنسټونو کمزورتیا، په صنعتي سکټور کې د استخدام کموالی، پوهنې او لوړو زده کړو ته د ټولو خلکو نه لاسرسی او په ټولنه کې د پوره عدالت نشتوالی هغه ستونزې دي چې هند په راتلونکي کې ورسره مخ دی.

د دغه هېواد د ناخالص کورني تولید اندازه نږدې څلورو ټریلیونو ډالرو ته رسېږي. دغه راز د ناخالص کورني تولید کلنۍ وده یې ۷ سلنه ده، خو د سړي سرکلني عاید کچه یې څه باندې ۲۱۷۲ ډالره اټکل شوې ده.

ټوکران، جامې، خوراکي مواد، اوسپنه، پولاد، سیمنټ، زراعتي ماشینونه، کاغذ، ښیښه، کیمیاوي مواد، موټر، الوتکې، وسلې، اورګاډي، د کانونو استخراج، دارو درمل، طبی وسایل، طباعتي ماشینونه، لویې او وړې فابریکې، د برېښنا سامانونه، کمپیوټر او د کمپیوټر پروګرامونه د دغه هېواد په صنعت کې عمده ونډه لري.

د هند ۴۹ سلنه ځمکه د کرنې وړ ده. دغه راز پاتې خاوره یې څړځایونو، ځنګلونو، غرونو، بېدیاوو، سیندونو، ښارونو او د استوګنې کلیوالو سیمو نیولې ده. د دغه هېواد ۵۰ سلنه خلک د کرنې په سکټور کې پر کار بوخت دي او د هېواد ۲۰ سلنه ناخالص کورني تولیدات هم له همدې سکټور څخه لاس ته راځي.

 وریجې، غنم، تېل لرونکې دانې، پنبه، چای، اوربشې، ګني، طبي بوټي، غوښه، لبنیات، هګۍ، شنه او سپین واښه او داسې نور د دغه هېواد له مهمو کرنیزو تولیداتو څخه شمېرل کېږي.

وسپنه، د ډبرو سکاره چې په نړۍ کې څلور مقام لري، مالګه، بوکیست، سپین زر، فاسفیت، مس، سرپ، یورانیم، مایکا، تیتانیم، کرومایت، الماس، نفت او قیمتي کاڼي د دغه هېواد مهم کانونه دي.

امریکا، المان، چین، ایران، سعودي عربستان، عربي متحده امارات او اسټرالیا د دغه هېواد لوی تجارتي شریکان دي.

دغه هېواد څه باندې ۲۰۰ تجارتي غټې بېړۍ او ۳۵۵ هوایي ډګرونه لري چې ۲۵۰ یې په پاخه او عصري ډول رغول شوي دي.

هند د ناخالص کورني تولید او سړي سرکلني عاید په حساب، د آسیا او نړۍ یو پرمختلونکی هېواد دی. سره له دې چې د هند د هر وګړي منځنی کلنی عاید مناسب نه دی، خو عیني واقعیتونه وایي، دغه لوی آسیایي هېواد ښه پر مخ روان دی او په راتلونکي کې د یوه نړیوال ځواک په توګه راپورته کېدونکی دی.

په دغه هېواد کې له ۱۵ کلونو څخه پورته ۸۵ سنله خلک پر لیک او لوست پوهیږي. په هند کې زده کړه د ۶- ۱۴ کلنو ماشومانو او تنکیو ځوانانو لپاره وړیا او جبري ده.

هند له کال ۱۹۴۸ ز کال څخه مخکې د پاکستان د خاورې ځینې برخې هم په ځان کې حسابولې. دغه هېواد د نړۍ د پرمختللي تمدن یوه زانګو او د انسانانو د استوګنې له ډېرو لرغونو سیمو بلل کیږي او د یوه ډېر لرغوني تمدن د سسندهه په دره کې پیدا شوې سیمه ده. داسې اټکل کیږي چې هند ته د آریایانو لېږدېدل د سسندهه د تمدن له  دورې څخه ۱۰۰۰ وروسته شوي او هلته د نژادي ګډون لومړني ګامونه اوچت شوی دي. له میلاد څخه ۱۴ پېړۍ مخکې د هند په جنوبي برخو کې د آریایانو د ورتګ له زیاتیدو سره جوخت پراخې کورنۍ جګړې وشوې. په را وروسته پېړیو کې پر آریایانو سربېره، نور قومونه هم د هند لویې خاورې ته و ګوچېدل او هلته مېشت شول.

په ۱۹۴۷ ز کال کې انګلیسانو د هند خپلواکي او د مسلمانانو لپاره د پاکستان په نامه د یوه بل دولت جوړیدل ومنل. په هند کې د کنګرې او په پاکستان کې مسلم لیک ګوندونه واک ته ورسېدل.

افغانستان او هند یو له بل سره ډېرې تاریخي اړیکې لري. افغانستان په ۱۹۴۷ ز کال کې هند د یو خپلواک هېواد په توګه په رسمیت وپېژانده. په ډیلي کې د افغانستان لومړی سفیر نجیب الله و. د افغانستان او هندوستان مشرانو په تېرو څو لسیزو اړیکو کې یو د بل هېوادونو ته ډېر سفرونه کړي او د دواړو هېوادونو د خلکو او د ولسونو تر منځ یې د اړیکو د ټینګولو او ښه کولو لپاره هڅې کړې دي.

له افغانستان څخه تر هندوستان پورې د هوا له لارې فاصله ۱۸۴۹ کیلومتره او هدا راز د کابل او نوي ډیلي ښارونو تر مینځ د وخت توپیر یو ساعت دی.

Previous Post

ګوترش: د کرونا پر ضد ګډې، جدي او پیاوړې مبارزې ته اړتیا ده

Next Post

ستاسو کوچنۍ مرسته هم د یوه چا ژوند بدلولای شي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

پروان
راشه ورشه

پروان

by Spogmai Radio
جنوري 11, 2021
وردګ
راشه ورشه

وردګ

by Spogmai Radio
جنوري 4, 2021
غور
راشه ورشه

غور

by Spogmai Radio
دسمبر 28, 2020
راشه ورشه

غزني

by Spogmai Radio
دسمبر 21, 2020
سمنګان
راشه ورشه

سمنګان

by Spogmai Radio
دسمبر 14, 2020
Next Post
ستاسو کوچنۍ مرسته هم د یوه چا ژوند بدلولای شي

ستاسو کوچنۍ مرسته هم د یوه چا ژوند بدلولای شي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

تېره شپه بدخشان ولایت کې ۴،۷ درجې زلزله شوې

تېره شپه بدخشان ولایت کې ۴،۷ درجې زلزله شوې

فبروري 17, 2023
ایران بیا هم سلګونه افغانان د ثبت په پلمه نیولي دي

ایران بیا هم سلګونه افغانان د ثبت په پلمه نیولي دي

جون 2, 2022

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved