چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

«پور لومه» د لويديځ د جاه طلبۍ پرده ده

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اگست 31, 2024
in نړیوال خبرونه
0
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د ګټې – ګټې مشارکت که د پور لومه؟ د پور لومه، هغه ګمراه کوونکې اصطلاح چې ډيری لويديځ هېوادونه یې له افريقا سره د چين د پورونو لپاره کاروي. دا د نړي د تر ټولو حريصې ډلې، د لويديځو لاشخورو مرغانو سياسي سرپوښ دی.

د نړيوال بانک د نړيوالو پورونو د احصائیې له مخې، افريقايانو په ۲۰۲۲م کال کې ۶۵۵.۶ ميليارده ډالره پورونه درلودل، چې په دې کې د چين ونډه تر لس سلنې کمه وه. د يادو پورونو تر ۳۵ سلنې ډېره برخه د لويديځو بانکونو، د پانګو د مديرانو او د تېلو د سوداګرو وه او ټولو په منځني ډول د خپلو پورونو دوه چنده پیسې پر افريقايانو د سود په توګه چارجولې.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

د زيمبابوې واکمند ګوند (د افريقا د وطني ملي اتحاد جبهې) د اطلاعاتو منشي کريستوفر مستوانګوا وويل: لويديځو هېوادونو افريقا د پورونو په لومه کې بنده کړه. مخکې به که افريقايانو پور غوښت نو پاريس ته به ولاړل، د پاريس د پورونو سود به ډير و، نو له مجبورې به یې نيويارک ته مخه کړه، هلته به د پورونو سود لا ډير و نو لندن ته به ولاړل، په لندن کې به هم د پورونو د سود کچې له اسمان سره خبرې کولې.

د IMF مشرې کريسټالينا جيورجيوا او د نړيوال بانک پخواني مشر ډيويډ ملپارس له بريټانيې او متحدو ايالتونو غوښتي وو څو د مقرراتو په وضع کولو سره خصوصي پور ورکوونکي له افريقا سره د پورونو د ورکړې په تړونونو کې د شته سهولتونو له ماتولو را وګرځوي.

له ۲۰۱۲ کال څخه تر ۲۰۱۶م کال پورې د افريقا لپاره د ملګرو ملتونو د اقتصادي کمېسيون مشر کارلوس لوپېس اشاره وکړه چې که موږ د چين له لوري رامنځته شويو سهولتونو ته لاسرسی نه درلودای نو بديلونه به ډير بد وو. نو موږ اړ يو چې د بديل په توګه د چين پر وړانديزونو نيوکې ودروو. ځکه دا کار د افريقا په ګټه نه دی.

نو ولې لويديځ پر چين تور لګوي چې ګنې دغه هېواد افريقا د پور په لومه کې بندوي؟ ځواب ډېر لنډ دی! لويديځ ويريږي.

چين او افريقا ډېرې نږدې اړيکې لري.

د هاروارډ پوهنتون د چيني مطالعاتو استاد او د هاروارډ چيني صندوق مشر ويليام سي کېربي ويلي: د چين حکومت په افريقا کې نسبتاً فعال سياستونه لوبوي چې رېښې یې ۱۹۵۰مو کلونو ته رسيږي، يعنې هغه مهال ته چې چين د تش په نوم درېیمې نړۍ مشر ګڼل کېده… خو اوس یې د پراختيايي همکاريو بڼه بدله کړې او همکارۍ يې د ډاليو په بڼه نه دي. د چين د همکاريو نوې بڼه په افريقا کې پانګونه او يادې سيمې ته د توکو صادرات دي.

د چين او افريقا همکارۍ لسيزې مخکې د چين د ولسي جمهوريت له جوړېدو سره سمې پيل شوې. په ۲۰۰۰م کال کې د چين – افريقا فورم له جوړېدو راهيسې په افريقا کې د چين په همکارۍ تر ۱۰ زرو کيلومترو ډيرې د اورګاډي پټلۍ، نږدې ۱۰۰ زره کيلومتره لویې لارې، ۱۰۰۰ پلونه، ۱۰۰ بندرونه او ۶۶ زره کيلومتره اوږده د برېښنا د لېږد او وېش مزي غځول شوي دي. د دې ټولو انکشافي کارونو په ترڅ کې په افريقا کې تر ۴.۵ ميليونو ډېرې دندې رامنځته شوې دي.

لويديځ د چين اوږدمهال مشارکت او په افريقا کې ډيريدونکې پانګونې ته د نفوذ د پراخولو او په سيمه کې د لويديځ د نفوذ د ننګولو د هڅې په نظر ګوري. دوی په بشپړه توګه تېروتي خو لا هم په ويره کې دي.

د لويديځ لپاره، په افريقا کې لا هم سړه جګړه روانه ده. د پور لومه هغه څه دي چې لويديځوال پرې خپل سياستونه او تمې پټوي. دوی د چين او افريقا تر منځ د واټن رامنځته کولو په لټه کې دي او هڅه کوي چې په افريقا کې د هغو پروژو د پليتابه مخه ډپ کړي چې سيمه د واقعي پرمختګ پر لور سوق کوي. د چين د نفوذ په کمزوري کولو سره غواړي چې افريقا په داسې هلو ځلو کې ښکېله کړي چې خپل ځان ته یې څه ګټه نه رسيږي.

مګر د افريقايانو زړونه پر دوی نه کېني.

د سنيګال مخکني ولسمشر ماکي سال وويل، کله چې تاسو د اړيکو ماهيت ته ګوری نو افريقايان داسې کوم روايت نه اخلي. په حقيقت کې کله چې تاسو لا ډير دقيق شئ، نو د چين پورونه يا لږ تر لږه هغه پورونه چې سنيګال له چين څخه اخيستي څو خپله زيربنا پرې ورغوي ټول د لږ سود پوورنه دي. د بېلګې په ډول د ديېس – ټوبا لويه لاره د ۲۰ – ۲۲ کلونو لپاره تر مالي ملاتړ لاندې وه. خو د پور له ترلاسه کولو وروسته یې کار په درې نيمو کلونو کې بشپړ شو او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه. په دې سره موږ تر هغې دوه يا درې کاله مخکې د لويې لارې د عوايدو را ټولول پيل کړل چې بايد د پورونو تاديات مو پيل کړي وای.

له افریقا سره د چين پورونه نه يوازې مالي برياليتوب دی، بلکې د افريقا د انکشاف لپاره د يوه رښتيني ارزښت رامنځته کول هم دي.

Previous Post

مسوولین: یوه کال کې مو له څه باندې ۱۷۷زرو کسانو ازموینه اخیستې

Next Post

شي جین پینګ د افریقا اکاډمیکو شخصیتونو ته پيغام ولېږه

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post

شي جین پینګ د افریقا اکاډمیکو شخصیتونو ته پيغام ولېږه

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

کندهار کې سږ کال د انځرو حاصلات ۱۰۰ زره ټنه اټکل شوي

کندهار کې سږ کال د انځرو حاصلات ۱۰۰ زره ټنه اټکل شوي

اگست 2, 2024
د طالب زندانیانو د خوشي کولو په برخه کې نوي خنډونه جوړ شوي

د طالب زندانیانو د خوشي کولو په برخه کې نوي خنډونه جوړ شوي

اگست 17, 2020

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ