د کرنې وزارت په تازه خپره کړې اعلامیه کې ویلي په کندهار کې پر ۵ سوه زره هکټاره ځمکه د انارو باغونه جوړ شوي چې ښایي سږ کال ترې ۱۹۰ زره ټنه حاصلات ترلاسه شي. سرچینه کاږي چې دغه شمېره د تېر کال په پرتله لس سلنه ډېروالی ښيي. بلخوا کروندګر بیا پر حکومت نیوکه کوي چې د انارو د پلور لپاره یې د مناسب بازار زمینه نه ورته برابروي. ددوی په خبره که په کور د ننه او بهر یې د انارو د پلور لپاره سمې زمینې برابرې شي نو ددوی عایدات به څو برابره لوړ شي. د کاپیسا او مزار په ګډون د هېواد په ځینو نورو ولایتونو کې هم انار کرل کېږي، خو د کندهار انار بیا نړیوال شهرت لري.