سه شنبه, اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home ليکنې او تحلیلونه

ستاسو کوچنۍ مرسته هم د یوه چا ژوند بدلولای شي

ژباړه: حمیدالله حمیدي

Spogmai Radio by Spogmai Radio
مارچ 16, 2020
in ليکنې او تحلیلونه
0
ستاسو کوچنۍ مرسته هم د یوه چا ژوند بدلولای شي
772
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

پل بلوم وایي: «موږ اړمن موجودات یو. نو په دې اساس له فقیر سره کوچنۍ مرسته هم کولای شي د هغه او زموږ پر ژوند مثبت اغېز وکړي. یو ښه ژوند په دې جمله کې خلاصه کولای شو: ښه ژوند یانې تلپاتې اړیکې، په زړه پورې دنده او په ښکلو غونډو کې ګډون ته ویل کېږي.»

«سینتیا» چې تازه طب پوهنځي ته بریالۍ شوې وه، د اقتصادي ستونزو له کبله یې نه شوای کولی چې خپلو لوړو زده کړو ته ادامه ورکړي. هغې له خپلو ټولو ملګرو او دوستانو سره اړیکه ونیوه، خو هر یوه پر خپل ځای ورته بهانه وکړه او ځانونه یې ترې تېر کړل. سینتیا به تل ژړل، مور او پلار یې بزګران وو، له ځان سره به یې ویل، زه په دې حالت په هېڅ صورت نه شم کولای لوړو زده کړو ته دوام ورکړم. هغې به د  ورځې په ښار کې اناناس خرڅول. یوه ورځ ډېره پرېشانه له ښاره را روانه وه، نېږده وه چې یو موټر یې ووهي. چلوونکي موټر ودراوه او ورته وویل، ړنده یې؟ له سړکه چې اوړې ولې یوې او بلې خواته نه ګورې؟ سینتیا په ژړا له موټر چلوونکي بښنه وغوښته. چلوونکی ډېر خپه شو، وویل ولې څه ستونزه لرې؟ نوموړې ټوله کیسه ورته وکړه وویل، طب ته بریالۍ شوې ده، خو دا چې مور او پلار یې بزګران دي، نه شي کولای په دې برخه کې خپلو زده کړو ته ادامه ورکړي. له خپلوانو او دوستانو یې هم مرسته وغوښته خو چا یې لاسنیوی ونه کړ. موټر چلوونکی ډېر خپه شو، موټر ته یې لاړ او یو څه اندازه پیسې یې سینتیا ته ونیوې. سینتیا ډارېده، نو د پیسو له اخیستلو یې انکار وکړ. له ځان سره یې یې فکر وکړ، ولې یو بېګانه کس له ما سره مرسته وکړي؟ هسې نه په ذهن کې کومه کرغېړنه نقشه ونه لري. موټر چلوونکی هم ورباندې پوه شو. ځان یې ورته معرفي کړ او وویل له دې کار څخه یې موخه یوازې مرسته کول دي. پیسې یې ترې واخیستې، مننه یې ترې وکړه او د کور پخوا یې منډې کړل. اوس یې د پوهنتون خرڅ پیدا کړی و او په خوشالۍ یې زده کړې پیل کړې.

You might also like

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

څو کاله وروسته یوه کس چې ترافیکي پېښه یې کړې وه، په ډېر بد وضعیت کې روغتون ته راوړل شو. بیړنۍ خونې ته یوړل شو او د درملنې لپاره یې یوه ډاکټره وګومارل شوه. ډاکټره هماغه سینتیا وه. دې چې کله ټپي کس ولید، نو پوه شوه چې دا خو هماغه کس دی چې د پوهنتون مصارف یې ورکړي وو. کس چې کله په هوښ راغی، له نرس څخه یې پوښتنه وکړه، په روغتون کې زما درمنله چا وکړه او د درملنې پیسې مې چا ورکړې دي؟ په دې وخت کې ډاکټره سینتیا را ننوته، ځان یې ورته معرفي کړ او وویل، زه هغه نجلۍ یم چې څو کاله مخکې ستاسو د مرستې په برکت وتوانېدم په طبي برخه کې خپلې لوړې زده کړې وکړي او اوس یوه تکړه ډاکټره یم. ډاکټرې د روغتون مالي برخې ته د یاد کس د درملنې ټول مصارف ورکړي وو او دا چې له کلونو وروسته یې هغه کس چې له دې سره یې په زده کړو کې مرسته کړې وه، ولید او ډېره خوشاله وه.

موږ هم باید له خلکو سره د دې لپاره مرسته ونه کړو، چې ګواکي یوه ورځ به یې جبران کړي او را وبه یې ګرځوي، موږ باید د دې لپاره ور سره مرسته وکړو چې ثواب وګټو. مینه هغه لورینې ته ویل کېږي چې ته یې له بل د ورکړې تمه ونه لرې. په خبرو کې مهرباني کول پر ځان د باور لوړېدو  لامل کېږي. مهرباني په ذهن کې د ژور فکر کولو لامل کېږي، خو مهرباني په عمل کې بیا مینه زېږوي.

سټیو ناش وایي: «زه باوري یم چې د نړۍ د هر مذهب خلک مهرباني پېژني او باور پرې لري. زما په اند چې باید کوچني ګامونه واخلو او په ذهن کې لوی افکار ولرو. زما په اند د هر چا د ژوند د ارزښت کچه په دې پورې تړلې ده چې  پر خلکو څومره اغېز لري.»

دغه څه ما هم زده کړی دي چې رښتینې خوښي هغه وخت احساسولی شې چې خلکو ته دې په یو ډول نه یو ډول خیر ورسېږي. کله چې له یو چا سره مرسته کوم یا مې خیر ورته رسېږي، دومره خوشاله کېږم چې پوښتنه یې مه کوی. زما په اند عشق او مینه هغه څه دي چې ټول یې په لټه کې دي او د لاسته راوړلو هڅه یې کوي. دا مینه وه چې زه یې د دغه کتاب لیکلو ته وهڅولم. دغه راز دا مینه ده چې تاسو او د دغه کتاب پر لوستلو بوخت یاست. ما تر اوسه داسې څوک نه دي ليدلي چې هغه دې پر یوه ښه کس بدل شي، خو مینه دغه کار کولای شي. زه له تاسو غواړم چې کله مو دغه کتاب ولوست، نو خپلو ملګرو او دوستانو ته یې ډالۍ کړئ، څو یې د تل لپاره په یاد وی. صدقه او مهرباني د لږو او کوچنیو شیانو او هغو شیانو چې په لاس کې یې لری او په وس مو پوره وي، پیل کړئ. که تاسو له یو چا سره کوچنۍ مرسته هم وکړی، دوی به یې هېڅکله هم هېره نه کړي.

Previous Post

هند

Next Post

له ځانه تر کچې زیاته تمه مه کوئ

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې
ليکنې او تحلیلونه

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي
ليکنې او تحلیلونه

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

by Spogmai Radio
مارچ 26, 2026
د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه
ليکنې او تحلیلونه

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

by Spogmai Radio
مارچ 14, 2026
ليکنې او تحلیلونه

د نړۍ پر مخ تور داغ – د جیفري ایسټیپن رسوایي او د انسانیت ژور ازمویښت

by Spogmai Radio
فبروري 2, 2026
تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه
ليکنې او تحلیلونه

تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه

by Spogmai Radio
جنوري 3, 2026
Next Post
له ځانه تر کچې زیاته تمه مه کوئ

له ځانه تر کچې زیاته تمه مه کوئ

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

شکېب: پاکستان کې د افغان کډوالو وضعیت د اندېښنې وړ دی

شکېب: پاکستان کې د افغان کډوالو وضعیت د اندېښنې وړ دی

نوومبر 1, 2025
ای پي ایل؛ نور احمد په یوازې۳ لوبو کې ۹ ویکټې ترلاسه کړې

ای پي ایل؛ نور احمد په یوازې۳ لوبو کې ۹ ویکټې ترلاسه کړې

مارچ 31, 2025

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved