چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

د چين – افريقا فضايي همکاري د افريقا لویې وچې خلکو ته ګټه رسوي

Spogmai Radio by Spogmai Radio
سپتمبر 2, 2024
in نړیوال خبرونه
0
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د مصرسټ – ۲ په نوم مصري سپوږمکۍ د ځمکې د مدار په ۶۰۰ کيلومترۍ کې ځای پر ځای شوې چې شمالي افريقايي هېوادونو ته د سرچينو د سروې، د طبيعي افتونو د څار او ارزونې، ښاري پلان جوړونې او د کرنې او ځنګلونو د ودې او ارزونې په برخو کې مهم خدمتونه وړاندې کوي.

مصرسټ – ۲ سپوږمکۍ د ۲۰۲۳م کال په ډسمبر مياشت کې له چين څخه وتوغول شوه او په مصر کې د چين په مرسته په جوړ شوې AIT (د بسته بندۍ، ادغام او ازمويښت) په مرکز کې جوړه شوې وه. په دې سره مصر د افريقا لومړنی هېواد شو چې د AIT وړتيا لرونکی بشپړ ظرفيت لري.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

د چين او مصر همکارۍ د چين – افريقا د فضايي همکاريو برياليتوب را برسېره کوي او د سپوږمکيو د صادراتو، د سرچينو د شريکولو، د فضايي ټېکنالوژيو د تبادلاتو او د فضايي زیربناوو په جوړولو کې د پراختيا پرمختګونه ښيي.

چين له افريقايي هېوادونو څخه ګڼ شمېر سپوږمکۍ توغولې چې په ۲۰۰۷ او ۲۰۱۱مو کلونو کې له نايجريا، په ۲۰۱۷م کال کې له الجريا، په ۲۰۱۹م کال کې له ايتوپيا او سوډان او په ۲۰۲۳م کال کې له مصر څخه د مصرسټ – ۲ سپوږمکۍ توغول پکې شامل دي.

په ۲۰۱۷م کال کې چين د الجريا لومړنۍ ارتباطي سپوږمکۍ (الکامسټ – ۱) وتوغوله چې دا مهال د ټلويزيوني خپرونو، انټرنيټي اړيکو، موبايل او بېړنيو اړيکو خدمتونه وړاندې کوي. د يادې سپوږمکۍ اهميت دومره ډير دی چې انځور یې د الجريا د ۵۰۰ دينارو پر بانکنوټ د وياړ د ملي سمبول په توګه چاپ شوی دی.

د چين – افريقا د اړيکو فورم د ډاکار د ۲۰۲۲-۲۰۲۴ کلونو د عملياتي پلان له مخې چې په ۲۰۲۱م کال کې د سنيګال په ډاکار کې د ياد فورم د وزيرانو په کنفرانس کې جوړ شوی و، دا پرېکړه هم شوې وه چې د چين – افريقا د همکاريو فورم په چوکاټ کې به د چين – افريقا د فضايي همکاريو د يوه فرعي فورم د جوړولو لپاره په فعاله توګه کار کوي.

دواړو لورو د سپوږمکيو له لارې د لرې واټن سنجش او ارتباطي سپوږمکيو د پروژو پر ملاتړ هوکړه وکړه څو د افريقايي هېوادونو د فضايي صنعت له ودې سره مرسته وشي.

د خلکو د ژوند غني کول

د افريقا په لويه وچه کې د سپوږمکيو او ځمکنيو سټېشنونو موجوديت د فضايي صنعت د پرمختګ او د ځايي خلکو د ژوند د کيفيت د لوړېدو سبب شوی دی.

د بېلګې په ډول، د بيډو د مسير موندنې سټلايټ سيسټم په افریقا کې د کرنې، ښار جوړولو، زيربناوو د رغولو او ټرافيکي خدمتونو په برخو کې په پراخه کچه کارول کيږي.

د بيډو د مسيرموندنې سټلايټ سيسټم د همکاريو فورم په لومړي ځل د ۲۰۲۱م کال په نومبر کې په بيجينګ کې جوړ شو. هغه مهال دواړو لورو هوکړه وکړه چې د مسيرموندنې، پنځم نسل ټکنالوژۍ او ځيرکو ښارونو په جوړولو کې همکاري لا ډيره پياوړې کړي.

د موزمبيق په سويل کې د ګازا ولايت په شای – شای ښار کې ځايي بزګران د بيډو مسير موندنې سيسټم پر ټکنالوژۍ د سمبالو ډرون الوتکو په وسيله ځمکې سروې کوي، زړي شيندي او درمل پاشي. د لاسي درمل شيندونکو پر خلاف چې په ټاکلي وخت کې خورا محدوده اندازه ځمکه سپرې کولی شي، د بيډو مسير موندنې سيسټم پر ټېکنالوژۍ سمبال ډرونونه په لسګونو برابره ډيره ځمکه سپرې کولی شي.

د موزمبيق په ګازا ولايت کې د کرنې سکټور مشر ډنيلو لطیفو ويلي :«د بيډو مسير موندنې پر ټکنالوژۍ سمبال ډرونونه د چين – موزمبيق د کرنيزې ټکنالوژۍ د همکاريو يوه ګټوره هڅه ده. د چين کرنيزې ټکنالوژۍ د موزمبيق د خوړو په خونديتابه کې خورا مهم رول لوبولی دی».

په بورکينافاسو کې د کرونا وبا پرمهال د يوه روغتون د جوړولو پر مهال د رغنيزې سروې او نقشې جوړولو لپاره د بيډو مسيرموندنې سيسټم څخه استفاده وشوه. د ياد سيسټم پر مټ ټوله سروې په شپږو ورځو کې بشپړه شوه او د روغتون د رغنيزو چارو وخت نيم په نيمه را کم شو.

د ځايي استعدادونو پياوړي کول

د فضايي محصولاتو او خدمتونو پر وړاندې کولو سربېره، چين د افريقايي استعدادونو په روزلو او د راتلونکو فضايي فعاليتونو لپاره په افريقا کې د يوه پياوړي بنسټ په رامنځته کولو کې هم مرسته کړې ده.

د اګسټ په لومړيو کې چين د مصر، ايتوپيا او روانډا په شمول د مخ پر ودې هېوادونو ۳۶ ځوانانو ته هرکلی ووايه. دوی د فضايي صنايعو اړوند د معلوماتي او مخابراتي ټکنالوژيو، سټلايټ انټرنېټ، د کيفيت مديريت او سيسټمونو د رامنځته کولو په برخو کې مهم معلومات ترلاسه کړل.

دا معلومات د چين د فضايي علومو او ټکنالوژۍ شرکت تر چتر لاندې  د وسايطو د توغولو د اکاډمۍ له لوري ورکړل شول.

د مصر د فضايي ادارې د سټلايټونو د ازمويښت انجنيرې او په چين کې روزل شوې شيما سلطان  ويلي: «په وروستيو کې چين او مصر د بدلون – ۷ ماموريت اړوند د همکاريو پروژې پيل کړې دي. دا زما لپاره مهمه خبره ده چې دلته يو څه زده کړم».

چين او افريقا د ځوانانو په منځ کې د فضايي معلوماتو د ډيرولو لپاره هم کار کوي او هڅه کيږي چې افريقايان د فضايي صنايعو په راتلونکې کې مهمه ونډه ولري.

د ۲۰۲۲م کال د سپټمبر په شپږمه نېټه د ايتوپيا په پلازمينه اديس ابابا کې د افريقايي اتحادیې په مرکزي دفتر کې د «له ټايکوناټس سره خبرې» په نوم يو انلاين ټولګی جوړ شوی و او د الجريا، مصر، ايتوپيا، ناميبيا، نايجريا، سنېګال، سوماليا او سويلي افريقا اوسېدونکو پکې ګډون کړی و.

درې ټايکوناټس یې د چين د شينژو – ۱۴ خدمه هر يو چين دونګ، ليو يانګ او کای سوژي وو چې د افريقايي هېوادونو له زده کوونکو سره د ويډيوکنفرانس له لوري وصل شوي وو او د شينزو – ۱۴ ماموريت په تړاو یې معلومات ورکړل.

د افريقايي اتحاديې لپاره د چين د ماموريت د معلوماتو پر بنسټ، له ۲۰۱۴م کال راهيسې چين د اتو افريقايی هېوادونو هر يوه الجريا، مصر، ايتوپيا، توکو، کاميرون، موزمبيق، نايجريا او سوډان زده کوونکو ته د ريموټ سينسېنګ او جي ای اېس، سټلايټ ارتباطاتو او مسيرموندنې او کوچنيو سپوږمکيو د ټکنالوژيو په برخو کې د ماسټرۍ په کچه د زده کړو سکالرشيپونه ورکوي.

چين دغه راز د مصر، الجريا، نايجريا، تونس، کاميرون او مراکش له پوهنتونونو او تحصيلي بنسټونو سره د فضايي علومو او ټکنالوژيکي نوښتونو د تبادلاتو په برخه کې هم همکار دی.

Previous Post

سرپل کې د نجونو لپاره د یوه ښوونځي ودانۍ جوړه شوه

Next Post

افریقا ته د رئیس شي جين پينګ سفرونه او پایلې يې

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post

افریقا ته د رئیس شي جين پينګ سفرونه او پایلې يې

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

American Roulette Tips Canada

سپتمبر 8, 2025
ایرو ایشیا بایډن ته؛ په ځان تېر ایستلو افغانستان کې د ماتې حقیقت نه پټېږي

ایرو ایشیا بایډن ته؛ په ځان تېر ایستلو افغانستان کې د ماتې حقیقت نه پټېږي

مارچ 6, 2022

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved