واشنګټن پوسټ په یوه تازه لیکنه کې ویلي چې د امریکا د بهرنیو چارو د اوسني وزیر مایک پمپیو د واک پر مهال هېڅ بریالۍ هوکړه نه ده رامنځ ته شوې. د سرچینې په خبره له شمالي کوریا سره خبرې ناکامې وې، پر ایران فشارونه بې پایلې وو، هېڅ بریالۍ هوکړه نه ده رامنځ ته شوې او نه هم د امریکا په بهرني سیاست کې د پام وړ بدلون راغلی دی. واشنګټن پوسټ همدې مواردو ته په کتو وایي چې مایک پمپیو د امریکا په تاریخ کې تر ټولو ناکام د بهرنیو چارو وزیر و او کارونه یې د امریکا لپاره اغېزناک او ګټور تمام شوي نه دي.
































