چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

چينايان زمونږ ښه دوستان دي

Spogmai Radio by Spogmai Radio
سپتمبر 5, 2024
in نړیوال خبرونه
0
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د چين او افريقا د همکارۍ فورم سرمشريزه د سپتمبر په څلورمې نېټې په پلازمېنې بېجينګ کې پيل شوه، چې د روانې مياشتې تر شپږمې نېټې پورې به دوام ولري. د ډېرو افريقايي هېوادونو خبريالان د يادې سرمشریزې د خبري پوښښ په پار چين ته تللي، چې د دوی له جملې د تانزانيا، مدګاسکار او ګانا خبريالان له چيني رسنيو سره د خپلو هېوادونو او چين ترمنځ د دوستۍ په اړه غږيدلي دي.

تانزانيايي خبرياله: مونږ د ټرانسپورټ په برخه کې له چين څخه مننه کوو.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

مېرمن کانکون د تانزانيا په ملي تلويزيون کې دنده لري، هغه چين ته له رسېدو سره هممهاله د نويو مالوماتو د ترلاسه کولو لپاره د ياد فورم مطبوعاتي مرکز ته تللې او هلته يې په خپلې ملي ژبې چينايي دوستانو ته نيکې هيلې او پېرزوينې وړاندې کړې دي.

نوموړې ويلي، پخوا د تانزانيا له دارالسلام څخه تر موروګورو پورې په موټر کې څه باندې شپږ ساعته مزل و، خو اوس په اورګاډي کې د یاد سفر وخت دوه پر درېیمه برخه کم شوی دی. دغه پټلي د چين لخوا جوړه شوې او د خلکو لپاره يې ډېرې اسانتياوې برابرې کړې دي.

د کانکون په وينا، د تانزانيانو لپاره همدا بدلون د ټرانسپورټي انقلاب په څېر دی، چې نه يوازې د مالونو د ليږرا ليږد او د سفر وخت يې کم کړی، بلکې د خلکو ژوند يې هم بدل کړی دی او د تانزانيا وګړي له چين څخه د زړه له کومې مننه کوي.

د دې ترڅنګ، چين او افريقا د کمربند او لارې د ګډې ابادۍ په برخه کې ډېرې همکاريزې لاسته راوړنې لري. شمېرې ښيي، په تېرو يوولسو کلونو کې په افريقايي هېوادونو کې د چينايی تصديو له خوا د جوړو او ترميم شويو ريل پټليو اوږدوالی څه باندې لس زره کيلو متره او د سړکونو اوږدوالی يې سل زره کيلو متره ښودل شوی، د جوړ شويو پلونو شمېر يې زر او د بندرونو شمېر يې شاوخوا سل ښودل شوی او د برېښنايي لاينونو او د مهمو مخابراتي شبکو اوږدوالی يې په جلا جلا توګه ۶۶ زره کيلو متره او ۱۵۰ زره کيلو متره ښودل شوی دی.

د مدګاسکار خبريال: د هېواد په پيسو کې مو د چينايي شولو نقشه انځور شوې

د مدګاسکار ميډي ورځپاڼې خبريال ريجي رسنيو ته ويلي، چې چين له مدګاسکار سره ډېرې مرستې کړي او د دوی ډېرو بېوزلو کسانو ته یې ډوډۍ رسولې ده. ریجي په لومړي ځل چين ته تللی، خو له ډېر وخت راهیسې په ډېرې مينې د چين لېدو ته په تمه و.

کله چې هغه له چینايي دوستانو سره ولیدل، نو هغوی ته يې د مدګاسکار پيسې وښودلې او ورته ويې ويل، چې په دغو پیسو کې د چينايي شولو انځور ورکړل شوی دی.

د نوموړې په وينا، چينايي تخنيګرانو په مدګاسکار کې خلکو ته د چينايي شولو د روزلو تخنيک ورښودلی، چې له امله يې د دغه هېواد د شولو توليدي اندازه تر زياتې اندازې لوړه شوې او حتی د ځايي شولو له تولیدي اندازې درې چندې زیاته شوې ده.

ریجي زياته کړې، اوس د مګاسکار خلک په خپله د غلودانو اړتياوې پوره کولی شي او چين په لومړيو کې ورسره ډېره مرسته کړې او د دوی لپاره ډېر مهم ارزښت لري.

شولې د مداګاسکار عمده کرنيز توليدات بلل کیږي، چې د کښت پراخوالی يې د ټولو کرنيزو توکيو د کښت د عمومي مساحت څه باندې نيمه برخه نيسي، خو مخکې د غنمو د ټيټ کيفيت او د کمزوري تخنيک او بنسټيزو تأسيساتو له امله د دغه هېواد د شولو توليدي اندازې د خلکو اړتياوې نه شوې پوره کولی، خو له ۲۰۰۷ م کال څخه چينايي کارپوهانو په دغه هېواد کې د ځايي شولو، کرنيزو تخنيګرو او بزګرو د روزلو لپاره ډېرې هڅې کړي او اوس یې د چينايي شولو د کښت پراخوالی له ۷۵ زرو هيکتارو څخه اوښتی او د ځایي خلکو بېوزلي يې کمه کړې ده.

د ګانا خبريال: د چين په مرستې کېندل شوې څاه زمونږ خلکو ته پاکې اوبه رسولي

د ګانا د راډيويي شرکت د یاد فورم د مطوبوعاتي مرکز پر الکترونيکي پردې د چيني ميډيا ويډيويي راپورتاژ ولېده.

سامل ۱۹ کاله کيږي، چې د خبريالۍ دنده ترسره کوي او په خپل کمپيوټر کې يې ډېرې داسې ويډيوګانې ساتلي، چې  محتوا يې په چين پسې تړاو لري.

د ګانا د ځينو کليوالو سيمو خلک د څښاک اوبو له ستونزو سره مخ وو، چې له امله به يې ډېر کسان پر کولرا او اسهال اخته کېدل. خو چين په ياد هېواد کې څاګانې وېستلې او اوس پر يادو ناروغيو د اخته کسانو شمېر يې تر زياتې اندازې پورې کم شوی دی.

سامل وايي، د ګانا خلک پوهيږي، چې چين ورسره ډېر مرستې کړي او چين دوست هېواد بولي.

Previous Post

افغانستان بانک:تېر کال مو څه باندې ۷ میلیارده زاړه بانکنوټونه سوځولي

Next Post

بېجينګ: سوله او امنیت به د چين – افريقا د همکارۍ فورم د سرمشريزې د بحث مهمه موضوع وي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post

بېجينګ: سوله او امنیت به د چين - افريقا د همکارۍ فورم د سرمشريزې د بحث مهمه موضوع وي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

په روسي رسنيو کې د اوکراين د ولسمشر د مرکې پر خپريدو بنديز لګول شوی

په روسي رسنيو کې د اوکراين د ولسمشر د مرکې پر خپريدو بنديز لګول شوی

مارچ 28, 2022
ملک سلمان: د فلسطین مسئلې تر حل پورې،له اسراییلو سره اړیکې نه پالو

ملک سلمان: د فلسطین مسئلې تر حل پورې،له اسراییلو سره اړیکې نه پالو

سپتمبر 7, 2020

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ