چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home روغتیا او ژوند

ستونزې او پر وړاندې یې مبارزه

Spogmai Radio by Spogmai Radio
سپتمبر 1, 2020
in روغتیا او ژوند, ليکنې او تحلیلونه
0
ستونزې او پر وړاندې یې مبارزه
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

باوري یم چې تر اوسه به مو ګڼې سوداګریزې خبرتیاوې اورېدلې او لیدلې وي، چې موخه یې د خپلو نوو تولیداتو او محصولاتو په اړه د خلکو خبرول دي. کېدای شي په دغو خبرتیاوو کې مو له یوې څخه اورېدلي وي چې:

«کولای شی د ځمکو او کورونو د پلورلو په برخه کې زما په څېر د زیاتو پیسو خاوندان شی او په دې برخه کې پر یو بانفوذه شخص بدل شی. بسنه کوي چې زموږ په میاشتینۍ پچه اچونه کې ګډون وکړی، خپل بخت و ازمایئ او مېلیونر شئ.»

You might also like

د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي

په هېواد کې د پولیو چټک واکسین کمپاین نن پيلیږي

افغانستان او ازبکستان د روغتیايي همکاریو پر پراختیا خبرې کړې

کېدای شي داسې یو کتاب مو پېرلی وي چې په څو شېبو کې مو ژوند ته بدلون ورکړي او یا مو په داسې یو ورکشاپ کې ګډون کړی وي، چې د پانګې اچونې په برخه کې د نوو فنونو او لارو چارو په زده کولو سره مو مالي استقلال لاسته راوړی وي او د وخت له لاسه ورکولو پرته مو خپل کسب او کار ته پرمختګ ورکړی وي.

ټول ټلوېزیوني پروګرامونه او کتاب پلورنځي د شتمن کېدو او بریالي کېدو لپاره تر ټولو وروستي او لوی فرصتونه ګڼل کېږي. هره نوې نظریه تر پخوانۍ هغې د پام وړ او بریالۍ ده. دغه نظریه کېدای شي چې تقویتي ورکشاپونه، سوداګریزې خبرتیاوې او یا هم عامه پوهاوی وي، اړینه دا ده چې تګلارې یې یو له بل سره توپیر لري.

له چټک شتمن کېدو څخه ان تر بریالیتوب او خوښیو پورې ټول بدلونونه په همدې لنډمهاله ورکشاپونو، پروګرامونو او کتابونو کې راوړل شوي دي. کېدای شي تاسو خپلې بریاوې او بدلونونه د هغو داستانونو له منځه پیدا کړی، چې ستاسو له توان او اسانتیاوو سره هېڅ اړیکه نه لري.

هغه کیسې او داستانونه چې وایي د یوې اونۍ په اوږدو کې شتمن  شی، په اصل کې موږ له خپلې اصلي موخې څخه لرې کوي. دا داستانونه موږ دې ته اړ باسي څو د نورو له موخو سره سم حرکت وکړو او په پای کې ستړي او ناهیلي له خپلو هڅو لاس واخلو. کله چې خپله اصلي موخه ونه پېژنی او کمزوری عمل وکړی، بیا نو د خنډونو د له منځه وړلو او له هغوی څخه د تېرېدلو توان نه لری.

په خواشینۍ سره لنډمهاله پروګرامونه، خبرتیاوې او ورکشاپونه، موږ ته دا نه وايي چې بریا ته رسېدل دومره هم ساده او اسانه نه دي. حقیقت دا دی چې د خپلو موخو د لاسته راوړلو لپاره لومړی باید له ډېرو خنډونو او ستونزو سره مخ شو. دغه فرېب ورکوونکې کیسې، لوستونکي ته دا نه وايي چې د تمې او وړاندوینې خلاف شرایط به مخې ته راځي او له ډېرو خطرونو سره به مخ کېږو او دغه وخت بیا موږ هم د دې هر څه له منلو پرته بله لاره نه لرو.

هر یو کس چې په یوه برخه کې خپلو شخصي بریاوو ته رسېدلی، تاسو ته وایي، هغه پوښتنه چې باید ځواب ورکړو، دا نه ده چې «ایا د تمې او وړاندوینې خلاف شرایط مو په مخ کې شته او که نه؟» بلکې پوښتنه دا ده چې «دغه شرایط به په کوم وخت کې مخې ته راځي او څه ډول کولای شو چې د هغوی پر وړاندې عمل وکړو؟» همدغه د شک او نا باورۍ شېبه ده چې زموږ رښتینی شخصیت را څرګندېږي.

د ډېرو لپاره د سختیو او ستونزو همغه لومړنۍ نښې نښانې بسنه کوي، څو له هڅو لاس واخلي او ناهیلي شي. خو ډېری کسان بیا د ستونزو له را ولاړېدو سره سم خپله اراده لا پیاوړې کوي او د ستونزو پر وړاندې د استقامت او درېدو لپاره نوې لارې لټوي. هغوی د دې پر ځای چې تسلیم شي، له ستونزو څخه د خپلې بریا لپاره نوي فرصتونه جوړوي، ځکه هغوی پوهېږي چې ستونزې او سختۍ تل سر را پورته کوي. هغوی پوهېږي چې ځینې موکې د ستونزو په زړه کې ځای لري او ځینې نورې بیا په اسانۍ سره د لاسته راوړو وړ دي. هغه حالت چې وکولای شو د ارامۍ احساس وکړو، په ارامه ساه وباسو، په پوره غور سره هر څه و ارزوو او هغه شرایط وټاکو چې په ښه توګه وکولای شو د ستونزو له زړه څخه مناسب فرصتونه ترلاسه کړو، همغه زموږ د بریالیتوب د حالت څرګندوی دی. په داسې یو حالت کې د ځان لپاره داسې شرایط خپلوو چې کولای شو پر هر ډول ستونزه برلاسي شو او غوښتنې مو چې هر څه وي، لاسته یې راوړو.

تېروتنه مه کوئ، له ستونزو سره د مخ کېدو پر مهال د غوره حالاتو او شرایطو خپلول اسانه کار نه دی. همدا په خپله یوه لویه ستونزه ده.

په حقیقت کې ډېری کسان پر دې باور دي چې موږ ټول انسانان د خوښۍ، شتمنۍ او بډاینې د حالاتو په اړه پوره پوهه او مالومات لرو.

خوښي خپل نظم او قانون لري.

د خوښیو د لاسته راوړلو لپاره لومړی باید داسې یو قانون او قاعده ولرو چې پر اساس یې د خوښۍ مفهوم بیان او تعبیر کړای شو. کله چې ټاکلې او روښانه موخه ولرو، اړینه ده چې د ستونزو په زړه کې د شته فرصتونو د لاسته راوړلو لپاره له یو ځانګړي نظم او قانون څخه پیروي وکړو او له لارښوونو سره سم یې پر مخ ولاړ شو. دغه قاعده او قانون هغه مهال زموږ لاسنیوی کوي، کله چې د هغه څه په لور ګام واخلو چې موږ یې خپله اساسي موخه بولو.

د دې موضوع په اړه فکر وکړئ. کله چې هر څه زموږ له خوښې سره سم پر مخ ځي، خوښ اوسېدل او غوره پرېکړه کول ډېر اسانه او ساده کار دی. پوښتنه دا ده، کله چې له یوې ستونزې یا خنډ سره مخ کېږو، څه ډول غبرګون ښکاره کړو. همدغه شېبه ده چې موږ نړۍ او کایناتو ته او له دې څخه اړینه دا چې خپل ځانته مو، ځان د یو انسان په توګه ورپېژنو. کله چې تسلیمېږو، په خپلسرې توګه له ماتې سره مخ شوي یو. که په ساده ډول یې ووایم، خپلې موخې مو لاس ته نه دي راوړې. خو کله چې یوې ستونزې یا خنډ ته په ورین تندي ښه راغلاست وایو، په اسانۍ سره کولای شو چې د هغه ستونزې یا خنډ د رامنځ ته کېدو پر لاملونو پوه شو، د ستونزو له زړه څخه اړین فرصتونه لاسته راوړو او وروسته خپل مسیر ته بدلون ورکړو.

له لنډمهاله خنډونو سره د تعامل کولو تګلاره، زموږ د کار پایلې څرګندوي.

دا په یاد ولرئ: کېدای شي چې په باغ کې مو یو بوټی کرلی وي، کېدای شي په زړه کې مو هیلې کرلې وي، کېدای شي په وجود کې مو وېره کرلې وي، خو تر هغه وخته چې دغه بوټي ته پاملرنه کوو او هغه ته اوبه او خواړه ورکوو، لا ډېرې رېښي ځغلوي او په خپل ځای کې کلک او پیاوړی کېږي. کله چې د ښېګڼو په لټه کې و اوسو، ښېګڼې به لاسته راوړو. کله چې د فرصتونو په لټه کې و اوسو، مناسب فرصتونه په خپله سر راښکاره کوي.

د بېلګې په توګه، فرض کړئ غواړی چې په سوداګریزه برخه کې کار وبار پیل کړی، له همدې امله تل د رسنیو اوازو ته غوږ یاست او په بازار کې د نرخونو د لږې اندازې ښکته او پورته کېدو سره مو پر زړه لړزه راځي. دا همغه شېبه ده چې د دې کسب په اړه خپله مینه او لېوالتیا له لاسه ورکوی او هغه موخه مو تر پوښتنې لاندې راولی، چې د اوږده وخت لپاره مو ورباندې کار کړی دی. په همدې حال کې داسې هیله من کسان هم شته چې له دې بحران او ګواښ څخه په ښه توګه ګټه اخلي او همدا ستونزې د ځان لپاره پر طلایي موکه بدلوي. هغه د دې پر ځای چې د سرو زرو یا بل هر توکي د بیې له ناڅاپي ټیټېډو څخه ناراحته او نا هیلی شي، له دې توکو څخه په زیاته کچه یې د ټیټې بیې په بدل کې اخلي او وروسته یې د بیو په لوړېدو سره د پام وړ ګټې په لاسته راوړلو پلوري.

ژباړه: حمیدالله حمیدي

Previous Post

هواوې خپل نوی لپ‌ټاپ معرفي کړ

Next Post

د چين نړيوالې راډيو پښتو څانګه ۴۷کلنه شوه

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي
افغانستان

د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
په هېواد کې د پولیو چټک واکسین کمپاین نن پيلیږي
افغانستان

په هېواد کې د پولیو چټک واکسین کمپاین نن پيلیږي

by Spogmai Radio
اگست 1, 2026
افغانستان او ازبکستان د روغتیايي همکاریو پر پراختیا خبرې کړې
افغانستان

افغانستان او ازبکستان د روغتیايي همکاریو پر پراختیا خبرې کړې

by Spogmai Radio
جولای 25, 2026
د کندهار په دامان کې د یوه روغتیايي مرکز د جوړېدو چارې پيل شوې
افغانستان

د کندهار په دامان کې د یوه روغتیايي مرکز د جوړېدو چارې پيل شوې

by Spogmai Radio
جولای 21, 2026
افغان او ازبکستاني چارواکو د روغتیايي همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې
افغانستان

افغان او ازبکستاني چارواکو د روغتیايي همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې

by Spogmai Radio
جولای 19, 2026
Next Post
د چين نړيوالې راډيو پښتو څانګه ۴۷کلنه شوه

د چين نړيوالې راډيو پښتو څانګه ۴۷کلنه شوه

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

امریکایي سناتوران: د سرتېرو تر وتلو وروسته باید د پنټاګون بودیجه کمه کړل شي

امریکایي سناتوران: د سرتېرو تر وتلو وروسته باید د پنټاګون بودیجه کمه کړل شي

مې 22, 2021
لوګر کې د یو شمېر پرمختیايي پروژو چارې پیل شوې

لوګر کې د یو شمېر پرمختیايي پروژو چارې پیل شوې

دسمبر 28, 2024

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved