چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

د اې ایي چارو په نړيوالې حکومتوالۍ کې د چين خدمتونه

Spogmai Radio by Spogmai Radio
سپتمبر 9, 2024
in نړیوال خبرونه
0
د اې ایي چارو په نړيوالې حکومتوالۍ کې د چين خدمتونه
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د اې ایي يا مصنوعي ځيرکتيا د ظرفيت ابادۍ سيمينار د سپتمبر له  ۳مې نېټې څخه تر ۶مې نېټې پورې د چين په شانګهای ښار کې ترسره شو، چې د نژدې ۴۰ پرمختيايي هېوادونو استازو پکې ګډون کړی و.

دغه سیمينار د چين او ملګرو ملتونو په ګډ کوربتوب ترسره شو، چې پکې د پروفېسورانو درسونه او د نظر تبادلې، لېدنې او څېړنې مختلف فعاليتونه ترسره شوي او ګډونوالو استازو ته يې د اې ایي يا د مصنوعي ځيرکتيا تخنيک د روان وضعيت او راتلونکي تمايل په اړه هراړخيز معلومات ورکړل شوي دي.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اې ایي تخنيک په روانې زمانې کې چټک پرمختګ کړی او د ژوند په ډېرو چارو کې کارول کيږي او پراختيا يې د توليد، ښار او طبي چارو په شمول ډېرو برخو کې د ټولنيز او اقتصادي پرمختګ لپاره مهم اهميت لري. اې ایي تخنيک د نوي پړاو د ټېکنالوژيکو اصلاحاتو او د صنايعو د بدلونونو مهم خوځنده قوت بلل کيږي او د هېوادونو د سيالۍ پر راتلونکي ځواک مهمې اغېزې لري.

چين د اې ایي تخنيک په برخه کې يو لوی ځواک یاديږي او د دغه تخنيک پرمختګ ته په درنه سترګه ګوري. د پوهنې ملکيت حق نړيوال سازمان يو راپور ښيي، چې له ۲۰۱۴م کال څخه تر ۲۰۲۳م کال پورې د چين د اې ایي د پوهنې ملکيت حق د غوښتنليکونو شمېر له ۳۸ زرو څخه زیات او لومړی نړيوال ځای يې خپل کړی و، چې امريکا په دغې برخې کې بیا دوهم ځای لري، خو د چين شمېر ترې ۶  چنده زيات دی.

که څه هم اې ایي تخنيک د چټک پرمحتګ په حال کې دی، خو د اکثرو هېوادونو او په تېره بيا د پرمختيايي هېوادونو خلکو ترې رښتينې ګټې نه دي پورته کړي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونيو ګوټرېش د ياد سيمينار د پيل مراسمو ته وينا کې ويلي، چې اې ایي تخنيک په حيرانونکې سويې پرمختګ کوي او نړۍ ته بدلون ورکوي، چې دا به د ملګرو ملتونو د دوامدار پرمختګ موخې پوره کولو کې پوره مرسته وکړي.

نوموړي ويلي، د اې ایي د چارو فرصتونه برابر نه دي ويشل شوي او زياتو هېوادونو ترې سمې ګټې نه دي اخيستي او په خبره یې، نړيواله ټولنه بايد د اې ایي پټ قوت پيدا کړي او د يووالي او همکارۍ د پياوړتيا له لارې باید د اې ایي تخنيک لوی واټن کم او له منځه يوسي.

چين د يو پرمختيايي هېواد په توګه د اې ایي چارو د نړيوالو همکاريو او حکومتوالي د پياوړتيا لپاره هلې ځلې کوي. د چين دولت رئيس شي جين پينګ د ۲۰۲۳م کال په اکتوبر کې د کمربند او لارې د نړيوالو همکاريو د درېيم فورم په سرمشريزې کې د اې ایي د نړيوالۍ حکومتوالۍ پېشنهاد اعلان کړی و. د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ د روان کال د جولای په لومړۍ نېټې د اې ایي د ظرفيت د ابادۍ په برخه کې د نړيوالو همکاريو د زياتوالي په اړه د چين پرېکړه ليک تصويب کړی او ۱۴۳ هېوادونو پرې لاسليکونه کړي دي. د اې ایي نړيوالې غونډې د جولای په ۴مې نېټې (( د اې ایي د نړيوال حکومتوالۍ په اړه د شانګهای اعلاميه)) خپره کړې ده. دغو اقداماتو د اې ایي د پرمختګ په برخه کې پر زغم، ټولشموليت او دواملرونکي پرمختګ ټينګار کړی او د اې ایي د پرمختګ په اړه يې د پرمختيايي هېوادونو تمې ته داسې ځواب ويلی، چې د بېلا بېلو هېوادونو پراخې ګټې پکې نغښتې دي.

چين د اې ایي په نړيوال حکومتوالۍ کې فعال او عملي کوونکی دی، له مختلفو هېوادونو سره یې د اې ایي همکارۍ پيل کړي او د اړوند ظرفيت د ابادۍ په برخه کې يې له پرمختيايي هېوادونو سره مرستې کړې دي.

د چين او پاکستان د اقتصادي دهليز په پروژې کې د اې ایي همکارۍ د پراختيا په حال کې دي. د بېلګې په توګه، د چين او پاکستان د ځيرک سيسټم لابراتوار په پاکستان کې د لوړ مؤثريت د ټرافيکي اداري سيسټم او د بنسټيزو تاسيساتو د څار او کنټرول سيسټم د جوړولو په شمول د ځيرک ښار په پروژو کې برخه لري او د طبي سيسټم د مؤثريت په لوړولو کې له دغه هېواد سره مرستې کوي. د چين او پاکستان د اې ایي کرنيزو چارو لابراتوار کرنيزو ماشينونو کې د ځيرک سيسټم د فعالولو له لارې د کرنيزو چارو د توليدي مؤثريت د لوړوالي او د حاصلاتو د زياتوالي په هڅه کې دی. دغې پروژې نه يوازې تخنيکي تبادلې او د مستعدو وګړو روزنې پياوړې کړي، بلکې ځايي ټولنيز او اقتصادي پرمختګ يې هم چټک کړی او د اې ایي د نړيوالو همکاريو لپاره يې ارزښتناکې تجربې او طريقې برابرې کړې دي.

چين له پرمختيايي هېوادونو سره ولاړ دی او د اې ایي د ستر توپير او فاصلو د له منځه وړلو ملاتړ کوي او د اې ایي د نړيوالې حکومتوالۍ لپاره يې خپل بصیرت او پلان وړاندې کړي، چې د يوه مسولانه لوی هېواد بڼه ترې ښکاري.

Previous Post

خوست کې د ۸ کارېزونو د بيارغونې چارې پيل شوې

Next Post

هالنډی کارپوه: د امريکا له خوا د چين د پرمختګ د مخنيوي ستراتيژي به ښې پايلې ونه لري

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post

هالنډی کارپوه: د امريکا له خوا د چين د پرمختګ د مخنيوي ستراتيژي به ښې پايلې ونه لري

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

پاکستان: افغانستان سره لا ډېرې دروازې او بندرونه جوړوو

پاکستان: افغانستان سره لا ډېرې دروازې او بندرونه جوړوو

مې 24, 2022
روان کال په امریکا کې ۱۵۶ وسله والې پېښې شوې دي

روان کال په امریکا کې ۱۵۶ وسله والې پېښې شوې دي

جون 16, 2025

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ