د پکتیا والي حلیم فدايي وایي نن سهار وختي د پکتیا په مرکز ګردیز کې د پولیسو د عامه ساتنې په ټولي چاودنه شوې او دوه بریدګر چې په ځان پورې یې چاودېدونکي توکي هم تړلي و ودانۍ ته ننوتي چې بیا ورسوته د پولیسو له لوري وژل شوي دي.
حلیم فدایي وایي، برید پای ته رسېدلی دی. نوموړی وایي په دې برید کې د امنیتي ځواکونو درې سرتېري وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي.
طالبانو د دغه برید مسئولیت منلی او ویلي یې دي چې لسګونه سرتیرو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
































