چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

د چين د خدماتي سوداګرۍ نړيوال نندارتون کې د دغه هېواد نوی پرمختيايي ځواک ښکاري

Spogmai Radio by Spogmai Radio
سپتمبر 15, 2024
in نړیوال خبرونه
0
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د ۲۰۲۴ کال لپاره د چين د خدماتي سوداګرۍ نړيوال نندارتون اوس د دغه هېواد په پلازمېنه بېجينګ کې روان دی. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ سږني نندارتون ته د مبارکۍ په پيغام کې ويلي، د چين د خدماتي سوداګرۍ نړيوال نندارتون د مسلسلو ۱۰ کلونو لپاره جوړ شوی چې ترې د چين د خدماتي چارو او اړوندې سوداګرۍ د باکيفيته پرمختګ بهير څرګندېږي او د ورخلاص نړيوال اقتصاد د ابادۍ لپاره يې مثبت خدمتونه کړي دي.

د سويس IQAir شرکت سږ کال په لومړي ځل د چين د خدماتي سوداګرۍ په نړيوال نندارتون کې ګډون کړی. د دغه شرکت اجرائيوي مشر فرانک هام د رئيس شي جين پينګ مبارکۍ پيغام کې بیان شوي فرصتونه درک کړي او د چين د خدماتي چارو لا ورخلاصون يې د نړيوال اقتصاد يو مهم خوځنده ځواک بللی او په خبره يې، د چين ورخلاصون به بهرنيو شرکتونو ته ګټې ورسوي.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اوس مهال خدماتي سوداګرۍ ورځ تر بلې د نړيوال اقتصادي پرمختګ کليدي ځواک ګرځي. د سوداګرۍ نړيوال سازمان د اټکل له مخې، تر ۲۰۴۰ کال پورې د نړيوالې سوداګرۍ په حجم کې د خدماتي سوداګرۍ کچه به د اوس له ۲۲ سلنې نه څه باندې۳۳ سلنې ته لوړه شي. نو ځکه د ياد نړيوال نندارتون په سږنۍ دوره کې ۸۵ هېوادونو او نړيوالو سازمانونو خپلې غرفې جوړې کړې او د نړۍ له ۵۰۰ مخکښو تصديو څخه څه د پاسه ۴۵۰ پکې ګډون کړی دی. فرانسې د چين د خدماتي سوداګرۍ د سږني نړيوال نندارتون د وياړي مېلمه هېواد په حيث په لومړي ځل خپل ځانګړی نندارځی جوړ کړی او زيات شمېر ګډون کوونکو تصديو يې د دواړو هېوادونو د اړوندو همکاريو د لا ژورتيا هيله ښودلې ده.

د چين سوداګرۍ وزارت د اړوندو شمېرو له مخې، په ۲۰۲۳ کال کې د چين د خدماتي سوداګرۍ عمومي ارزښت ۶۵۷۵مليارډه او ۴۳۰مليونه يوانو ته رسېدلی چې په تاریخ کې يې ساری نشته. له دې جملې څخه له پوهنو څخه د ډکې خدماتي سوداګرۍ انډول ۴۱.۴سلنې ته لوړ شوی دی. له دې څخه څرګندېږي چې په نړيوال بازار کې د چين د خدماتي سوداګرۍ وړتيا او کيفيت پر له پسې لوړ شوی او د چيني اقتصاد نوښتي توان هم تر بريده پياوړی شوی دی. دا د چين د خدماتي سوداګرۍ نړيوال نندارتون لخوا د دومره زياتو بهرنيو تصديو د راجلبولو سبب شوی دی.

په چين کې د خدماتي سوداګرۍ بازار په پر له پسې سمسورېدو سره بهرنيو تصديو ته زيات فرصتونه برابرېږي. د روان کال په لومړۍ نيمايي کې د چين د خدماتي سوداګرۍ وارداتي ارزښت ۲۱۰۰مليارډو يوانو ته رسېږي چې د تېر کال د همدې مودې په مقايسه ۱۶.۴ سلنه زياتوالی يې موندلی دی. د Medtronic شرکت د لوړ پوړي مرستيال عمومي مېنيجر ښاغلي ګو يو شاو په اند، دا چې د چين د لويې پيمانې بازار او اړوندې چارې يې پر له پسې پرمختګ کوي، شرکت ته يې خورا زيات فرصتونه برابرېږي. هغه ويلي: موږ د چين بازار ته خوشبين يوو او هيله لرو چې په دا بازار کې لا پرمختګونه ومومو.

د چين حکومت د چين خدماتي سوداګرۍ د سږني نړيوال نندارتون په ترڅ کې يو لړ اغېزمنې تګلارې اعلان کړې چې پر چين د بهرنيو تصديو باور له دې امله خورا پياوړی شوی دی. په چيني زون کې د Philips ډلې عمومي مېنيجر ښاغلي ليو لينګ د ياد نندارتون له لارې د چين مخ په ښه والي سوداګريز چاپېريال او لا پسې ورخلاصه رويه احساس کړې او په چين کې د کاروبار د پراختيا باور او هوډ يې ټينګ کړی دی.

د چين کمونېست ګوند د ۲۰مې مرکزي کمېټې په درېيمې عمومي غونډې کې ويل شوي، هېواد يې بايد پر ورخلاصون ټينګار ولري او د لا لوړې سويې نوی ورخلاص اقتصادي نظام دې جوړ کړي. د خدماتي سوداګرۍ اړوندو چارو ته چټک پرمختګ ورکول د لوړې سويې ورخلاصون او د نړيوالې سوداګرۍ د پرمختګ لپاره ستر اهميت لري. اوس مهال چين د علم او تخنيک، مخابراتو، کلتور، سيلانۍ او پولي چارو په شمول ۱۳ ساحو کې د خدماتي چارو په مقابل کې کابو ۱۳۰۰ ازمويښتي تدبيرونه نيولي دي.

د چين د خدماتي سوداګرۍ سږني نړيوال نندارتون په جوړېدو سره نړۍ د چين لا زيات پرمختيايي ځواکونه پيدا کړي او د چيني شکله عصريتوب له انرژۍ ډک انجين او ستر فرصتونه يې کتلي دي.

Previous Post

په افغانستان کې د طبیعي منابعو د استخراج او مدیریت اهمیت

Next Post

د چين د نړيوالې سوداګرۍ پراختيا شورا پر چيني توليداتو د امریکا د ګمرکي تعرفې له لوړېدو سره مخالفت وکړ

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post

د چين د نړيوالې سوداګرۍ پراختيا شورا پر چيني توليداتو د امریکا د ګمرکي تعرفې له لوړېدو سره مخالفت وکړ

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

هند کې اورلګېدنې ۳۰ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

هند کې اورلګېدنې ۳۰ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

جنوري 6, 2022
پکتیا او پکتیکا کې څه د پاسه ۱۰۰ کلنې دښمنۍ پای‌ته ورسېدې

پکتیا او پکتیکا کې څه د پاسه ۱۰۰ کلنې دښمنۍ پای‌ته ورسېدې

اگست 10, 2024

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ