سه شنبه, اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

د لبنان او اسرائيل ترمنځ شخړه په سختېدو ده

Spogmai Radio by Spogmai Radio
سپتمبر 23, 2024
in نړیوال خبرونه
0
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

د لبنان حزب الله وسله والې ډلې د سپتمبر په ۲۲مې نېټې د اسرائيل په شمال کې پر رامات ډاويډ هوايي پوځي هډې او هوايي ډګر توغندي ويشتلي او په یوې اعلاميې کې يې ويلي، چې دا یې د اسرائيلي ځواکونو د بريدونو په غبرګون کې کړي دي.

شنونکي د لبنان او اسرائيل ترمنځ شخړه په سختېدو او د غزې وضعيت پسې يې تړلې بولي او پر دې اند دي، چې  ښايي دغه شخړه د سیمې نورو هيوادونو ته هم وغځيږي.

اسرائيلي ځواکونو د لبنان پر حزب الله بريدونه زيات کړي او هغوی هم پر اسرائيل ځوابي بريدونه کوي.

شنونکي وايي، اسرائيل بايد په غزې تړانګې کې پوځي عمليات ودروي، څو د لبنان حزب الله یې پر وړاندې شخړه نوره سخته نه کړي او  جنګ نور پراخ نه شي.

په لبنان کې د سپتمبر په ۱۷مې او ۱۸مې نېټې د حزب الله غړو  پسې د پېجرونو (یو ډول مخابراتي وسيله) چاودنې وشوې، چې له امله يې ۳۷ تنه ووژل شول او ۲۹۳۱ نور ټپيان شول. د لبنان بهرنيو چارو وزارت د يادو چاودنو پړه پر اسرائيل واچوله، خو اسرائيل يې په ځواب کې هيڅ هم نه دي ويلي.

د لبنان د حزب الله ګوند مشر نصرالله بيا د اسرائيل ياد اقدام د جنګ د پيل په مانا بللی دی.

اسرائيل د سپتمبر په ۲۰مې نېټې د لبنان د پلازمېنې بيروت پر جنوبي سيمو هوايي بريدونه وکړل او لږ تر لږه ۳۱ کسان یې ووژل او د لوړ پوړو قومندانانو د وژلو ادعا یې وکړه.

حزب الله د اسرائيلي ځواکونو له يادو بريدونو وروسته ومنله، چې دوه لوړ پوړي قومندانان یې په دغو بريدونو کې وژل شوي دي.

اسرائيلي ځواکونو د سپتمبر په ۲۱مې نېټې هم د لبنان پر جنوب پراخ هوايي بريدنه وکړل او ويې ویل، چې د حزب الله وسله والو غوښتل، چې پر اسرائيل راکټي بريدونه وکړي، نو ځکه يې پر وړاندې ياد عمليات ترسره کړل.

حزب الله د سپتمبر په ۲۲مې نېټې د اسرائيل پر رامات ډاويډ پوځي هډې توغندي وويشتل.

 د قطر الجزیرې ټلويزيون خبر ورکړی، چې حزب الله د اسرائيل او فلسطين د روانې شخړې له پيل راهيسې په لومړي ځل د اسرائيل رامات ډاويډ پوځي هډه په نښه کړې ده.

شنوونکي وايي، اسرائيلي ځواکونو له تېرو څو ورځو  راهيسې پر لبنان هوايي بريدونه کوي او دغه هېواد ته يې سخت زيانونه رسولي دي او حزب الله هم برعکس پر اسرائيل سخت ګوزارونه کړي دي.

دوی وايي، حزب الله پر اسرائيل د غښتلو ځوابي بریدونو په ترسره کولو سره غواړي، لبنان کې خپل محبوبیت زيات او حیثیت لوړ کړي.

 لبناني رسنيو خبر ورکړی، چې د اسرائيلي ځواکونو په بريدونو کې زرګونه لبنانيان ټپيان شوي او مخابراتي سيسټم يې هم ويجاړ شوی دی. لبنانيان په دې اند دي، چې حزب الله باید د اسرائيل پر وړاندي غښتلي ځوابي ګامونه پورته کړي، که نه،‌ اسرائيل به د لبنان پر جنوب نور هم سخت بريدونه وکړي.

اسرائيل د لبنان پر وړاندې ستراتيژي بدلوي

اسرائيلي چارواکو په دې وروستيو کې څو څو ځلې ويلي، چې د لبنان حزب الله يې د برید مهمه موخه ده. د دغه هېواد دفاع وزير يواف ګالانت د سپتمبر په ۱۸مې نېټې رسنيو ته ویلي، چې ځواکونه يې د جنګ نوي پړاو ته ننوتلي او خپله جنګي موخه به له غزې تړانګې څخه لبنان ته واړوي.

شنونکي وايي، اسرائيلي ځواکونه اوس د لبنان پر حزب الله بريدونه کوي او دغه ډله د دواړو هيوادونو په پولې کې تش په نوم ګواښ بولي، خو عمده موخه يې دا ده، چې په دغسې بريدونو حزب الله وويروي، چې په راتلونکو شخړو کې امتياز وانخلي.

شنونکي وايي، د اسرائيل صدراعظم بنيامين نتانياهو په کور دننه سخت سياسي فشار سره مخامخ دی او  دا د اسرائيل د پوځي عملياتو د سختېدو يو بل لامل يادوي.

واشينګټن پوسټ د اسرائيل د ډيپلومات الون پينکاس په قول ویلي، چې نېتانياهو غواړي جنګ ته دوام ورکړي، ځکه د جنګ په حالت کې هغه د افراطيانو ملاتړ  ساتلی شي.

Previous Post

ایران کې افغان کډوالو ماشومانو ته د زده‌کړو زمینه برابریږي

Next Post

د چین تاريخ دې څه را زده کړي؟

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
د چین تاريخ دې څه را زده کړي؟

د چین تاريخ دې څه را زده کړي؟

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

ټرمپ: له شرمه د ډکې تېښتې مسوولیت پر بایډن دی

ټرمپ: له شرمه د ډکې تېښتې مسوولیت پر بایډن دی

اگست 29, 2022
د هېواد په ۱۳ ولایتونو کې د سختو ورښتونو اټکل شوی

د هېواد په ۱۳ ولایتونو کې د سختو ورښتونو اټکل شوی

سپتمبر 13, 2024

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ