چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

د انسانانو د راتلونکي پرمختګ نقشه څنګه بشپړېدای شي؟

Spogmai Radio by Spogmai Radio
سپتمبر 26, 2024
in نړیوال خبرونه
0
د انسانانو د راتلونکي پرمختګ نقشه څنګه بشپړېدای شي؟
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونيو ګوټرېش په دې وروستيو کې د دغه سازمان سرمشريزې ته په وينا کې ويلي، (( د نړۍ د بېلا بېلو سيمو خلک هيله لري، چې سوله ييز، له شرافت ډک او سمسور راتلونکی ولري او له نړيوالې ټولنې غواړي، چې د اقليمي بحران، نابرابرۍ او د هر کس پر وړاندې د نويو ننګونو د مخنيوي لپاره اقدامات وکړي.))

د ملګرو ملتونو د راتلونکي په نوم سرمشريزه په روان کال کې د دغه سازمان له مهمو لوړ پوړو غونډو څخه ده.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

ولې (( راتلونکی)) د دغې غونډې د اصلي موضوع په توګه ټاکل شوی دی؟

د دې چارې مستقيم لامل دا دی، چې په نړۍ کې ګډوډۍ مخ پر سختېدو او زياتېدو دي او د انسانانو پر وړاندې د اوکراين او روسيې ترمنځ د کړکېچ، د فلسطين او اسرائيل د شخړې د دوام او د لبنان او اسرائيل ترمنځ د ترينګلو حالاتو په شمول بې ساري ننګونې رامنځته شوې دي. بر سېره پر دې، د اقليمي بدلون، د غلو دانو خونديتوب، د کډوالو بحران او د نوې ټېکنالوژۍ د استعمال په شمول نورې ننګونې هم موجودې دي.

انسانان کوم ډول راتلونکي ته اړتيا لري؟ لا ښه راتلونکی څرنګه ابادیدای شي؟

نړيوالو همدغه دوې پوښتنې په پام کې نيولي او د نژدې ۱۳۰ هېوادونو مشران په نيويارک کې راغونډ شوي او د راتلونکي پرمختګ د لوري په اړه يې بحثونه کړي دي.

د سرمشريزې ګډونوالو د غونډې په لومړۍ ورځ (( د راتلونکي تړون)) او اړوند نور اضافي سندونه (( نړيوال ډيجيټل تړون)) او ((د راتلونکو نسلونو د چارو اعلاميه)) تصويب کړي دي.

د نړۍ هيوادونه پر ياد تړون له ۲ کلنو مذاکراتو وروسته توافق ته رسېدلي، چې په بهیر کې يې له ډېرو لوړو ژورو او ستونزو سره هم مخ شوي دي، خو دغه چاره یې د نړيوال اداري سيسټم د اصلاح، د څواړخيزم د بيا سمسورتيا او د ننګونو پر وړاندې د مبارزې د ټينګ هوډ او ارادې څرګندويي کوي.

په دغه تړون کې د دوامدار پرمختګ، سولې او امنيت، علمي او ټېکنالوژيک نوښت، ځوانانو او راتلونکې زمانې او نړيوالې ادارې په اړه ۵۶ فقره ييز علمي پلان وړاندې شوی او لاسليکوونکو خواوو یې د څواړخيزم د نوې پاڼې د اړولو ژمنه کړې ده. بېلا بېلو خواوو دغه تړون د نړۍ د راتلونکي پرمختګ په اړه د تاريخ ارزښت لرونکی سند بللی دی.

چين د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د دايمي غړي په توګه د یادې سرمشريزې ټينګ ملاتړ کړی دی. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ ځانګړي استازي او بهرنيو چارو وزير وانګ يي په يادې سرمشريزې کې د سولې او هوساينې، سمسورتيا، عدالت او لا ښه راتلونکي په اړه څلور غوښتنې وړاندې کړي او پر دې يې ټينګار کړی، چې بېلا بېلې خواوې بايد د ملګرو ملتونو په مرکزيت نړيوال سيسټم او د پرمختيايي هېوادونو حقه حقونه وساتي او د ګډو ګټو او ټولشموله اقتصاد د نړيوالو کېدو چارې باید وهڅوي. د چين غوښتنې او وړانديز (( د راتلونکي تړون )) خونديتوب او هم د دغه تړون موخه ده.

د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې مفکوره، چې د چين له خوا وړاندې شوې، په تېرو لسو کلونو کې د مخ پر زياتېدونکو خلکو له خوا پېژندل شوې او د ملګرو ملتونو په سند کې هم ثبت شوې ده.

چين د انټرنېټي فضا، اټومي امنيت، سمندر او روغتيا په برخو کې د نړۍ د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ لپاره هڅې کوي او ۳ عمده نړيوال پېشنهادونه يې وړاندې کړي دي. د چين دغو هڅو موخه د ګډو ګټو او توافقاتو راغونډول او د ګډو ننګونو د مخنيوي لپاره د نويو پلانونو برابرول دي.

وانګ يي يادې سرمشريزې ته وينا کې ويلي، چې لوی هېوادونه بايد د پېچلو نړيوالو حالاتو پر وړاندې نمونوي رول، د نړيوال يووالي د هڅوونکي رول او د نړيوالې سولې د بنسټګر رول ولوبوي.

لوی هېوادونه پر نړيوال ستېج د پياوړي ځواک او اغېزې خاوندان دي او بايد د نورو په پرتله زيات مسئوليتونه پرغاړه واخلي، خو ځيني لوېديځ هېوادونه د خپلې بادارۍ د ساتلو لپاره د بېلا بېلو ډلو ترمنځ مقابلې راپاروي، همکاريزې اړيکې يې غوڅوي، د ملګرو ملتونو په مرکزيت نړيوال سيسټم چېلنجوي، نړيوال قوانين له پامه غورځوي او له هغه نړیوال نظام څخه چې د دويمې نړيوالې جګړې وروسته رامنځته شوی، سرغړونه کوي. د دوی دغه کړنې د نړۍ د ګډوډۍ د سختوالي سبب ګرځېدلې دي.

د زياتو هېوادونو استازو په دغې سرمشريزې کې د څواړخيزم د بيا راپورته کولو غوښتنه کړې ده.

که بېلا بېلې خواوې د تړون اصول مراعات کړي، د ګډ برخليک د مفکورې پر بنسټ فکر او پرېکړې وکړي او پر يووالي، همکارۍ او ټولشموليت ټينګار ولري، نو نړۍ به لا ښه راتلونکی ولري.

Previous Post

د چين د بشپړ بهیر ولسي ډيموکراسي د درناوي وړ ده

Next Post

پاکستان ته د ۷ میلیارډ ډالرو پور ورکړې هوکړه شوې ده

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
پاکستان ته د ۷ میلیارډ ډالرو پور ورکړې هوکړه شوې ده

پاکستان ته د ۷ میلیارډ ډالرو پور ورکړې هوکړه شوې ده

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

یمن کې د سېلابونو له امله ۷۵ تنه مړه شوي دي

یمن کې د سېلابونو له امله ۷۵ تنه مړه شوي دي

اگست 14, 2024
خیرخواه: پاکستان دې د افغان کډوالو د نیولو او ځورولو لړۍ ودروي

خیرخواه: پاکستان دې د افغان کډوالو د نیولو او ځورولو لړۍ ودروي

سپتمبر 24, 2023

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ