سه شنبه, جولای 7, 2026
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • نړیوال خبرونه
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • نړیوال خبرونه
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Home نړیوال خبرونه

د چين د بشپړ بهیر ولسي ډيموکراسي د درناوي وړ ده

by
سپتمبر 28, 2024
in نړیوال خبرونه
0
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

چين له ۱۹۴۹م کال راهيسې په ځانګړې توګه خپل مسير تعقيبوي. که څه هم لويديځ لا د چين د ځانګړي سيسټم له منلو سره مبارزه کوي او هڅه کوي چې د اروپا محوره عينکو له ښیښو په نړۍ کې ډيموکراسي وسنجوي خو د چين ولسي جمهوريت د سياسي او اقتصادي پراختيا بريالی مسير چمتو کړی دی. بحث پر يوه سيستم د بل سيستم د غوره توب نه دی، بلکې بحث دا دی چې ايا لويديځ د سياسي سيستم د ټاکلو لپاره د چين حق ته درناوی کولی شي او که نه؟

You might also like

شي جين پينګ د وينزويلا د سختې زلزلې په مناسبت د دغه هېواد موقت ولسمشر جورګي روډريګويز ته د خواخوږۍ پيغام واستاوه

د چين استازی: نړيواله ټولنه دې هېڅکله د نوي ډول پوځي‌پالنې ګواښ ونه مني

د چين د کمونېست ګوند د جوړولو عالي روحيه

د نورو سياسي سيستمونو ته د درناوي نشتون تر ډيره له اروپامحورۍ څخه سرچينه اخلي. لويديځ کارپوهان او پاليسي جوړوونکي غير غربي سياسي سيستمونه پرته له دې چې د هغو تاريخي، کلتوري او ټولنيزو جوانبو ته پام وکړي، د غير مشروع یا ناکاره سيستمونو په توګه نقد کوي. نوموتی چينايي تاريخپوه جان کېنګ فېربېنک وايي چې د چين پر تاريخ چينايان تر ټولو ښه پوهيږي، کټ مټ لکه د لويديځ پر تاريخ چې لويديځوال تر ټولو ښه پوهيږي. دغه متفاوت ليدلوري ډير کله د ناسم پوهاوي سبب کيږي.

د چين لويديځوال تفسير، لکه څرنګه چې پال کوهن په خپل کتاب (په چين کې د تاريخ اکتشاف) کې څرګنده کړې له اروپامحوري نړيوال ليد سره د تطبيق وړ نه دی. دغه ليد چين له (پرايا) سره تشبيه کړی چې د تمدن په اړه د لویديځ له مفکورې سره انطباق نه مني. د نيپال د تريبووان پوهنتون د مرستيال پروفيسور مين پون په څېر علماوو ادعا کړې چې لويديځو پوهانو د شرق مفهوم د دې لپاره رامنځته کړی چې ختيځ کې مېشت ملتونه غير متمدن وښيي او په دې توګه د مدنيت د پراخولو په پلمه د لويديځ استعماري لاسوهنو ته زمينه برابره شي. د دغه استعماري ذهنيت پاتې شوني لا هم په لويديځو رسنيو کې د چين د سياسي سيسټم اړوند بحثونو کې له ورايه ښکاري.

په لويديځو رواياتو کې ډير کله د لېبرال ډيموکراسۍ د برترۍ بحثونه او ادعا کېږي چې فردي ازادي د سياسي سيستمونو د برياليتوب حقيقي معيار دی. خو دغه ادعا بيا دغه حقيقت نقض کوي چې هره ټولنه جلا کلتورونه او د حکومتولۍ لپاره جلا لومړيتوبونه لري. د چين ډيموکراسۍ د هېواد په ځانګړي کلتور، تاريخ او ټولنه کې رېښې ځغلولې دي. دغه ډيموکراسي پر ټولنيز نظم، جمعي ښېګڼې او هغو ارزښتونو ټينګار کوي چې د چيني فلسفې له ژورو سرچينه اخلي.

د چين سياسي سیستم ته د درناوي د نشتون لامل د يوې بلې لویې ستونزې نښه هم ده چې د غيرلويديځو کلتورونو په تړاو د لویديځوالو د فکر ډول بيانوي. لوېديځې رسنۍ مستقيم او انفرادي بيان ته د مثبتې نړيوالې ځانګړنې په نظر ګوري، خو دا حقيقت له پامه غورځوي چې ډيری غير لويديځ کلتورونه په اړيکو کې شرافت، درناوي او ټولنيز نظم ته لومړیتوب ورکوي. دغه کلتوري توپيرونه اوس د سياسي بحثونو برخه ګرځيدلي دي.

کله چې د ډيموکراسۍ بحث مطرح کيږي نو پر دې پوهېدل اړين دي چې مختلف سياسي سيستمونه له مختلفو کلتوري او تاريخي ارزښتونو جوړ شوي دي. د چين د خلکو ډيموکراسي د هغوی د دودونو انعکاس دی چې پر اوږدمهالي ثبات، ټولنيز نظم او ټولنيز پرمختګ ټينګار کوي. په داسې حال کې چې لويديځه ډيموکراسي به ښايي فردي حقونو او لنډمهالو سياسي دورو ته لومړيتوب ورکوي، د چيني ډيموکراسۍ موخه بيا تدريجي او پايدار انکشاف دی. دغه توپيرونه پر يوه سيستم د بل هغه د برترۍ سبب نه کيږي، بلکې متقابل درناوي او پوهاوي ته اړتيا را برسېره کوي.

د چين پر سياسي سيستم د نيوکو پر مهال دا حقيقت هم له پامه غورځول کيږي چې ډيری چينايان له خپل حکومت څخه راضي دي. نظرپوښتنې او څېړنې په دوامداره توګه ثابتوي چې د چين سياسي سيستم د خپلو خلکو تر کلک ملاتړ لاندې دی او دليل یې د دغه هېواد چټکه اقتصادي وده او د خلکو د ژوندانه د کچې لوړېدل ښودل کيږي.

چيني پوهان ډير کله استدلال کوي چې د لويديځې بڼې ټاکنې، چې پر ټکر او وېش ټينګار کوي، د چيني ټولنې لپاره مناسبې نه دي. دوی وايي چې په چيني ټولنه کې ټولنيز نظام د خورا ډير ارزښت وړ دی او دوامداره ټاکنيز کمپاينونه د ټولنيز نظم پر زيان دي. په لويديځ کې ټاکنې مخالفې ګټې يو د بل پر وړاندې دروي، په داسې حال کې چې چيني حکومت د اجماع پر رامنځته کولو  او جمعي پرېکړو تمرکز لري.

لوېديځ سياستوال ډير کله ويشونکي مسايل مطرح کوي څو پر مټ یې رايې ترلاسه کړي. په چيني کلتور کې دغه ډول رويه خودخواهي او زيانمنوونکې چاره ګڼل کيږي.

د چين سياسي سيستم هم د نورو سيستمونو په څېر له ننګونو خالي نه دی. پر دې پوهېدنه اړينه ده چې په چين کې سياسي سيستم په دوامداره توګه د ټولنې له اړتياوو سره عياريږي. لکه څرنګه چې لويديځوالې ډيموکراسۍ د وخت په تېرېدو سره انکشاف موندلی، د چين د خلکو ډيموکراسۍ هم د وخت په تېرېدو سره وده کړې ده. دغه هېواد په وروستيو لسيزو کې ډير بدلونونه راوستي او سياسي سيستم یې د وخت او ټولنې له غوښتنو سره برابر شوی دی.

لوېديځ بايد د سياسي سيستم د ټاکلو په تړاو د چين حق ومني. لوېديځ د دې پر ځای چې پر نورې نړۍ خپل ارزښتونه او شرايط ومني، بايد له چين سره د چين پر شرايطو مخکې ولاړ شي. استراليايي عالم کولين مکېراس ښه ويلي چې د چين له پامه غورځول په لوړه بيه تماميږي.

د چين د خلکو ډيموکراسي د حکومتولۍ مشروع او بريالۍ بڼه ده چې د دغه هېواد تاريخي او کلتوري ځانګړتياوې منعکسوي. لويديځ باید له خپل استعماري ذهنيت څخه راووځي او د حکومتولۍ د بڼې د ټاکلو او ارزښتونو په تړاو د چين حق ته درناوی زده کړي.

Previous Post

د څلور هېوادونو چارواکو د افغانستان په اړه خبرې کړې دي

Next Post

ننګرهار کې له دوه زره بېوزلو کورنيو سره نغدي مرسته وشوه

Related Posts

شي جين پينګ د وينزويلا د سختې زلزلې په مناسبت د دغه هېواد موقت ولسمشر جورګي روډريګويز ته د خواخوږۍ پيغام واستاوه
نړیوال خبرونه

شي جين پينګ د وينزويلا د سختې زلزلې په مناسبت د دغه هېواد موقت ولسمشر جورګي روډريګويز ته د خواخوږۍ پيغام واستاوه

by
جون 27, 2026
د چين استازی: نړيواله ټولنه دې هېڅکله د نوي ډول پوځي‌پالنې ګواښ ونه مني
نړیوال خبرونه

د چين استازی: نړيواله ټولنه دې هېڅکله د نوي ډول پوځي‌پالنې ګواښ ونه مني

by
جون 27, 2026
د چين د کمونېست ګوند د جوړولو عالي روحيه
نړیوال خبرونه

د چين د کمونېست ګوند د جوړولو عالي روحيه

by
جون 27, 2026
شي جين پينګ د بنګله دېش له لومړي وزير طارق رحمان سره ولیدل
نړیوال خبرونه

شي جين پينګ د بنګله دېش له لومړي وزير طارق رحمان سره ولیدل

by
جون 26, 2026
شي جين پينګ د کمبوډيا د خلکو ګوند او سنا مجلس له مشر هون سين سره ولیدل
نړیوال خبرونه

شي جين پينګ د کمبوډيا د خلکو ګوند او سنا مجلس له مشر هون سين سره ولیدل

by
جون 26, 2026
Next Post
ننګرهار کې له دوه زره بېوزلو کورنيو سره نغدي مرسته وشوه

ننګرهار کې له دوه زره بېوزلو کورنيو سره نغدي مرسته وشوه

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

Slot Golden Colts By Playn Go Demo Free Play

سپتمبر 8, 2025
م.م: یو میلیون افغان ماشومان او مېرمنې د خوړو له کمښت سره مخ دي

م.م: یو میلیون افغان ماشومان او مېرمنې د خوړو له کمښت سره مخ دي

سپتمبر 9, 2023

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

Best paying On the web Pokies Australia 2025 High-RTP Bien online slot games titanic au Pokies

جولای 7, 2026
Uncategorized

Finest Online Pokies odds of winning cats in australia 2026: Real cash Pokies

جولای 7, 2026
افغان ځواکونو په بلوچستان کې د داعش پر مرکزونو بریدونه کړي

افغان ځواکونو په بلوچستان کې د داعش پر مرکزونو بریدونه کړي

جولای 1, 2026
ازبکستان او قطر د افغانستان په اړه خبرې کړې دي

ازبکستان او قطر د افغانستان په اړه خبرې کړې دي

جولای 1, 2026
روسیه: افغانستان او پاکستان دې نښتې پای ته ورسوي

روسیه: افغانستان او پاکستان دې نښتې پای ته ورسوي

جولای 1, 2026
مجاهد: په مناسب وخت کې به پاکستان ته غاښ ماتوونکی ځواب ورکړو

مجاهد: په مناسب وخت کې به پاکستان ته غاښ ماتوونکی ځواب ورکړو

جون 30, 2026
Spogmai Radio

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • نړیوال خبرونه
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • نړیوال خبرونه
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved