افغانستان، ایران او ازبکستان په خپلو کې د ترانزیتي چارو پر اسانتیا خبرې کړې دي. ایراني رسنۍ وایي چې د یادو درېواړو هېوادونو د ترانسپورت وزارتونو لوړپوړو چارواکو د لومړي ځل لپاره د ترانزیتي مسایلو پر سر درې اړخیزه غونډه کړې ده. په دغه غونډه کې د افغانستان، ازبکستان او ایران ترمنځ پر سوداګرۍ او ترانزیت بحثونه شوي دي او ټینګار شوی چې په دې برخه کې به لا ډېر اساسي او مهم اقدامات ترسره کېږي. همدا راز د هرات خواف او هرات-مزار شریف د رېل پټلیو پر ژر جوړېدو او لا ډېرو پراختیايي پروژو پر پیلولو او پلانولو بحثونه شوي دي. درېواړو هېوادونو ویلي چې ازمویښتي سوداګري د ګډ کورېدور له لارې ترسره شوې ده او باید هڅه وشي چې سوداګري وغوړېږي او دغه ځمکنی دهلیز لا اغېزناک او پراخ شي.