امریکا پر یوولسو بهرنیو کمپنیو له دې کبله بندیز ولګاوه چې ګواکې د امریکا د بندیزونو پر خلاف یې د ایران د تېلو او پتروشیمي تولیداتو په صادرولو کې یې مرسته کړې وه. د امریکا د خزانې وزارت ویلي، چې دا بندیزونه پر هغو شپږو کمپنیو چې په ایران او عربي متحده اماراتو کې دي لګول شوي دي. متحده ایالات وایې د ایران د پټرولیم شرکت د دې هېواد د رژیم یوه عمده عایداتي سرچینه ده چې د دوی په خبره تروریزم او په منځني ختیځ کې نورې بې ثباتۍ پرې تمویلېږي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم پر نورو پنځو کمپنیو د ایران د پتروشیمې موادو او تېلو د معاملو اړوند د تورونو له کبله بندیزونه لګولي دي. د دغو کمپنیو پر درېیو اجرائیوي مشرانو هم بندیزونه لګول شوي. ایران تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
































