د خوست دیني عالمانو په افغان سوله کې له اسلامي هېوادونو د مرستې غوښتنه وکړه. د یاد ولایت دیني علماوو اسلامي هېوادونه مکلف وبلل چې، د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د شته اختلاف په مقابل کې مداخله وکړي څو له امله یې په افغانستان کې دایمي سوله راشي. دوی له خلکو هم وغوښتل چې، پر دواړو خواوو باندې د سولې غږ کولو لړۍ جاري وساتي او خلک یې د قومي یووالي پر لور را وبلل. دیني علماوو وروستیو نا امنیو ته په اشارې د بې ګناه ملکي خلکو وژل کېدل د اندېښنې وړ وبلل. دوی زياته کړه، چې جګړه پر افغانانو تپل شوې او ګټه يې بهرنيانو ته رسیږي، بايد له فقر او دغه سخت حالت څخه د وتلو لپاره يو پر بل رحم وکړو.
































